عبدالوحید وحيد
متأسفانه، په افغانستان کې د جنګي جنايتونو ترسره کوونکي نه يوازې دا چې محکمې ته نه دي سپارل شوي، بلکې اوس هم له معافيت څخه برخمن دي او په محکمه کې د خپلو وحشتونو په تړاو د ځواب ويلو پرځاى د نورو جنايتونو د ترسره کولو ګواښونه کوي. دغه حالت د جنګي جنايتونو د قربانيانو زخمونه ژوندي ساتي او د قانون حاکميت، بشري کرامت، او د ټولنيز اعتماد بنسټونه له منځه وړي، په ولس کې د محرومیت احساس لوړوي، افراطیت ته لاره هواروي، ټولنه د اخلاقي زوال او سياسي فساد په رنځونو اخته کوي.
د ۲۰۰۱ کال په پای کې زرګونه طالب ځواکونه د شمالي ټلوالې مشرانو ته سلامي شول. دغه بندیان، چې له کندوز څخه لاس تړلي په بندو کانتينرونو کې د دوستم د مليشو لخوا را لېږدول کيدل، شبرغان ته له رسيدو وړاندې د ليلي په دښته کې په سيستماتيک ډول ووژل شول. د Physicians for Human Rights نړيوالې اداره چي په افغانستان کې جنګي جنایتونو مستند کوي د لیلې دښتې ناورين د مستند کولو څخه وروسته دغه ناورين د جګړه ييز بشري جنایت په توګه یادوي. د بشري حقونو نړیوال سازمان (Human Rights Watch) هم دغه وژنې “له عدالت پرته وژنه او سیستماتیک جنايت” بللې دى. خو په تېرو شلو کلونو کې د دغه جنایت یو هم عامل عدالت ته نه دی وړاندې شوی.
شک نشته چې موږ د ملي حافظې پاکوونه نه ده کړې. جنایتونه مو نه دي مستند کړي، د عدالت ژبه مو نه ده زده کړې او په جنګي جنايتکارانو باندي د انصاف پلى کيدل مو نه دي تجربه کړي. همدا لامل دى چې د لیلې دښتې په سينه باندې لګيدلي زخمونه لا هم تازه دي، وینه کوي او جنګسالاران اوس هم واک ته د بيا رسیدو لپاره د ليلى دښتې د فاجعې د تکرار ګواښونه کوي.
په افغانستان کې سیاست د وینې تويولو، انتقام اخیستلو او د جنګي جنايتونو د معافیت پر مثلث ولاړ دی. موږ د هر نوي بحران له راټوکېدو سره سم د نظامونو په نسکورېدو تمرکز کوو او زموږ نظامونه تل د سمون او بدلون پرځاي لهمنځه وړل شوي دي. حقیقت دا دی چې بنسټيزه نيمګړتيا په نظامونو کې کمه او زموږ په ذهنیتونو او هغو کلتوري روایتونو کې زياته ده چې عدالت د مصلحت ترشا پټيږي خو جنايت چيغې وهي او ګواښونه کوي.
که څه هم د ځينو جنګسالارانو لخوا د ليلى دښتې د ناورين د تکرار ګواښ د عيني واقعيتونو په هنداره کې بېاهمیته، مسخره او يوازې له بهرنیو هیوادونو څخه د مالي ګټو ترلاسه کولو لپاره د جنګي جنون مانور ښکاري، خو تاريخ شاهد دى چې د جنګي جنون دغه تنده د تل لپاره د جنګسالارانو د بچيانو په وينو نه، بلکې د ولس د بچيانو په وينو باندې ماته شوې ده.
البته پوښتنه داده چې موږ ولې د تاریخ په خونړيو پاڼو کې د ړوند تقليد له مخې د جګړو ډګر ته راوتلي يو او ولې له جنايتکارانو سره د حساب کولو ثبت نه لرو؟ په دغه تړاو مو نه يوازي داچي د عدالت د پلى کيدو ننداره نه ده کړې بلکې د عدالت مخنيوى مو هم کړى دى. که موږ پرون د واک په سر د کورنيو جګړو له امله د کابل د کنډواله کولو، ملي شتمنيو د لوټولو، لسګونو زره افغانانو د وژلو، په ځانګړې ډول د ليلى دښتې د جنګي جنايت په عاملينو باندې د عدالت د پلى کولو مخه نه واى نيولې، نو نن به مو په لېرې واټن کې ناست جنګسالار څخه د ليلې دښتې د ناورين د تکرار ګواښونه نه اوريدل.
په افغانستان کې جنګسالاران یوازې څو افراد نه بلکې د یوه ژور نفسياتي ويروسي رنځ نښه دي. هغه رنځ چې جنایت ته د قهرمان تاج ورکوي، او ظلم ته د قوم د وياړ نوم. افغانستان له بېلابېلو اشغالونو، کودتاوو، تنظیمي جګړو، او د واک په سر له ډېرو ناورينونو څخه تېر شوی دى، خو نه مو قربانیانو ته انصاف ورکړی، نه مو جنایت مستند کړی، نه مو حافظه اصلاح کړې او نه مو کوم جنګي جنايتکار د عدالت منګولو ته سپارلى دى. همدا لامل دى چې قاتلان مو بدل شوي، خو قاتل ته د اتل لقب ورکولو کلتور مو نه دی بدل شوی. موږ قاتل ته مشر وایو، جنګي سالار ته د ولس زوی وایو، او بیا د عدالت چیغې وهو. موږ ټولنيز بدلون ته اړتیا لرو. بدلون له خپل ذهن، کور، کلي ښوونځي، او حافظې څخه پیلېږي او بيا د ټولنې د سمون لامل ګرزي.
زموږ ستونځه يوازې دا نه ده چې قانون نه دی پلی شوی، بلکې دا ده چې په ټولنه کې قانوني فکر نه دی دود شوی. زموږ سیاستوال د ولس له ړوند تقليد څخه ګټه اخلي او د جنايتونو د ګراف لوړيدو لپاره همدومره بسنه کوي. تمدن د جنګي جنايتکارانو د بښلو په پايله کې نه، بلکې له هغوى سره د حساب کولو او د عدالت پلى کولو له لارې رامنځته کېږي. که موږ نن د جنګي جنايتونو ترمنځ توپیر کوو، جرمونو ته د قوم ژبې او توکم له کړکۍ څخه ګورو، نو دا وطن به هېڅکله امن نه ویني. ځکه چې جنایت که د هر چا له خوا وي، جنایت دی.
ترهغو چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کيدل غوره ګڼو. افغان وژونکي ته د “مشر” عنوان ورکوو. جنایتونو ته توجیهات لټوو او له عدالت سره سليقوي چلن کيږي، جنایت ته د مبارزې عنوان ورکوو ، نو نه يوازي داچي ټولنه نه اصلاح کيږي بلکې عدالت به د مصلحتونو او سياست به د سليقو قرباني وي او ولس به د ړوند تقليد په رنځ اخته وي.