جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهریفوجي انترنشنل امریکا ته د افغانانو په شمول د بیلابیلو هیوادونو د...

ریفوجي انترنشنل امریکا ته د افغانانو په شمول د بیلابیلو هیوادونو د اتباعو پر سفر بندیز ظالمانه وباله

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د ریفوجي انترنشنل یا نړیوال کډوال ویبپاڼې پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر له لوري د شاوخوا ۱۹ هیوادونو د اتباعو پر سفر بندیز وغانده او ویې ویل:

«هغه نوی بندیز چې ولسمشر ټرمپ تېره شپه د ۱۹ هېوادونو لپاره اعلان کړ، ډېر ظالمانه او تبعیضي دی. دا بندیز به په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو له خلکو سره ظلم وکړي چې په بې ثباتۍ او جبري بې ځایه کېدو کې ښکېل دي – هغه خلک چې په امریکا کې خوندي کېدو ته ډېره اړتیا لري.»

ریفوجي انترنشنل همداراز ویلي، دا نوې تګلاره ظالمانه، ناسمه او بې‌معنا ده – او دا په خپله د دې تګلارې موخه ده. دا د امریکا د خوندي کولو تګلاره نه ده، بلکې د تبعیض یوه تګلاره ده چې په حقوقي ژبه کې پټه شوې ده.»

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د امریکا د خوندیتوب لپاره اعلان کړې ده.

ریفوجي انترنشنل زیاتوي: «کله چې د افغانانو لپاره د TPS ختمولو خبره وه، د ټرمپ ادارې د افغانستان د ګرځندوی سکتور او د امنیت د ‘پام وړ ښه والي’ ستاینه وکړه – خو اوس د طالبانو د ترهګرۍ په تور امریکا ته د افغانانو تګ بندوي. په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو باندې د بندیز لپاره د امنیتي اندېښنو او حکومتي وړتیاوو د کموالي دلیل وړاندې کوي، خو د هیتي په اړه په ځانګړې توګه د هیتی وګړي د امریکا ټولنو ته ګواښ ګڼي – دا د ویاړلي هیتی-امریکایي ټولنې او په ټوله کې د ټولو امریکایانو لپاره حیرانوونکی او نژادي توهین دی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک وکړ چې له مخې یې د ۱۲ هېوادونو وګړو ته امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

ټرمپ دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې کولوراډو کې پر اسراییلي وګړو برید وشو.

د سفر په دې بندیز کې، چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شو، د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایي ګینې، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع شاملېږي. د دې پرېکړې پر اساس د بورونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا وګړو ته په محدود ډول د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب