ټولنیز تاوتریخوالی نه یوازې د یوې ټولنې ترمنځ اړیکې شلوي، بلکې د ولسونو اخلاقي جوهر هم پیکه کوي. په جنګ ځپلو ټولنو کې د مینې، مننې او “ښه راغلاست” کلمې دومره درنې وي، لکه څوک چې یې له خولې غاښونه باسي.
په ډېره سختۍ یو څوک د یو خدمت یا کار په بدل کې “مننه” وايي. یو خاوند، له کلونو ګډ ژوند وروسته هم، خپلې مېرمنې ته دا نه وايي: «ګرانې، مینه درسره لرم.» د ماشومانو پر سرونو څوک د مهربانۍ لاس نه تېروي، د مېلمنو لپاره یې “ښه راغلاست” دومره بېخونده وي، چې د راتګ پر ځای یې بېرته تګ ته زړه وشي.
او که کله هم څوک د مینې احساس څرګندوي، داسې یې څرګندوي، لکه جنګ چې کوي.
په کلیو او بانډو کې به مو لیدلي او اورېدلي وي، چې زړې او مهربانې ښځې د یوې چارې درسپارلو لپاره دومره په مینه رنګینې کلمې سره وپييي، چې له اقرار پرته به بله لار نه لرې. ځکه چې د خبرو ټکي یې د مینې او درنښت په ورغوي کې نېولي وي.
د دې لپاره چې کور او چاپېریال مو له مینې او نرمو احساساتو ډک شي، باید په ورځني ژوند کې مینهناکې کلمې او جملې ورګډې کړو، او دا خدای راکړی تندی ویړ وساتو.
ته چې همدا اوس دا کرښې لولې، څو شیبې فکر وکړه: ورځ کې دې چا ته څو ځله د مینې، مننې او «هرکله راشئ» کلمې کارولې دي؟ چې د کور انګړ ته ورسېدې، کوم ماشوم دې غېږې ته نږدې کړ؟ پر مور، مېرمنې او اولادونو دې سلام واچوه؟
له مینې ډکې کلمې د ټولنې دردونو ته اروايي تاب ورکوي.
راځئ! چې دا فرهنګ پیاوړی کړو، د ذهن له قاموسه دا خواږه توري رواخلو، په ټولنه کې یې خواره کړو، تر څو پر مخونو خندا، پر شونډو موسکا خپره شي او یوه مینهناکه فضا رامنځ ته شي.
۲۰۲۵ د جون ٥ مه
له هغو خلکو څخه لرې اوسئ چې: چې ستاسو انرژي ضایع کوي –
دوامداره منفي خبرې کوي، ډيری ګيلي اوشکایتونه کوي، یا جذباتي چالاکيانی به یی تاسو ستړي کړي.
هغه خلک چې ډيردروغ وايي اویا ستاسو اعتماد اوباور سره خیانت کوي – باور د هرې دوستۍ اساس اوبنسټ دی. پرته له اعتماد اوباور، هیڅ ثبات یا خوندیتوب شتون نلري.
هغه خلک چې یوازې هغه وخت له تاسو سره اړیکه نیسي کله چې دوی یو څه ته اړتیا اوضرورت ولري – اړیکې باید متقابلاُ اوسي، نه د راکړې ورکړې;هغه خلک چې تاسو ټیټ ګڼي یا ستاسو آرمانونو ته په سپکه سترګه ګوري –؛ زهرجن خلک به دې ناکامئ په لورګمراه کړي . اوملاتړ کونکي خلک به دی ودی ته وهڅوي
هغه خلک چې په دوامداره توګه غـيبت کوي – که دوی ستاسو سره د نورو په اړه غـيبت وکړي، نو مطمعين اوسه دوی به احتمال له نورو سره ستاغـيبت هم وکړي.
هغه خلک چې هیڅکله خپل مسؤلیت نه مني – د خپلو ناکاميواوستونزو لپاره نور ملامتوي د عقل او حکمت نشتوالی ښیې.
هغه خلک چې تاسو د ډسپلين اواصولو درلودو لپاره کوچني یا ګناهګار احساسوي –ستا د حدودو اواصولو درناوی د متقابله درناوي نښه ده.
هغه خلک چې ستاسو د پرمختګ څخه سوزي – اودکموالي احساس کوي. ریښتیني ملګري او متحدین به ستاسو د بریا لپاره خوشحاله شي،
هغه خلک چې تاسود جذباتو سپکاوی کوي یا چل ول اودهوکې کاروي – ستاسوجذبات د خپلو ګټواواجنډاو د خدمت لپاره کاروي،ستاسو واقعیت یا احساساتو ته خورا زیان رسونکي دي.
هغه خلک چې تاسو د خپلو ارمانونو څخه رسيدو ته مخنيوی کوي – تاسو د ودې، پرمختګ او د ملاتړ لايقاو مستحق یاستئ.