جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه: په تېرو ۲ میاشتو کې ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان...

ملګري ملتونه: په تېرو ۲ میاشتو کې ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایرانه ایستل شوي

تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۱مه】د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، یوازې په تېرو دوو مياشتو کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستانه را ایستل شوي دي.

دغه کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو کمېدو له امله افغانستان له یو ناورین سره مخ دی او کډوال باید په باعزته، داوطلبانه او خوندي توګه ستانه کړای شي.

په داسې حال کې چې نړیوال له پاکستان او ایرانه د کډوالو د باعزته او داوطلبانه ستنولو غوښتنه کوي خو د نظرخاوندان وایي، یاد هېوادونه د ټولو بشري قوانینو خلاف په زوره افغانان شړي.

پرون شنبه د غبرګولي ۱۰مه پاکستاني رسنیو ویلي وو چې، د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي یو ځل بیا امر کړی چې د ناقانونه کډوالو ایستلو عملیات باید چټک شي.

هغه دا ټینګار د پاکستان ترهګرۍ ضد کمېټې په درېیمه امنیتي ناسته کې کړی دی.

نقوي د پاکستان د وګړو د ثبت او پېژندنې ملي ادارې یا NADRA ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو د اخراج مرکزونو کې د معلوماتو د ثبت اسانتیاوې جوړې کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د عملیاتو د چټکتیا په دې خبرداري کې مشخصاً د افغان کډوالو په اړه څه نشته، خو پاکستان هره ورځ د ناقانونه کډوالو ایستلو پروګرام کې سلګونه افغانان وباسي.

که څه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده، خو د تازه چټکتیا خبرداري څو ورځې وړاندې ۱۵ نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې له پاکستان د لوړ ګواښ سره مخ افغانانو د نه ایستلو غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب