چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله پاکستانه د ۱۴ موټره بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه

له پاکستانه د ۱۴ موټره بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولن وایي، چې د تورخم بندر له لارې له پاکستانه، هېواد ته د ۱۴ موټره بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.

یاد ریاست باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي چې له پاکستانه ډیره اندازه وارد شوي کچالو د نباتي قرنطین د مدیریت له‌خوا تر دقیقې کتنې وروسته ارزول شوي، چې د هغو له منځه ۱۳ موټره بېرته پاکستان ته استول شوي دي.

د کرنې ریاست مسوولان له واردونکو سوداګرو غواړي، چې هېواد ته معیاري او باکیفیته کرنیز محصولات راوړي، څو خلک له خوندي او سالمو خوراکي توکو برخمن شي.

یاد ریاست زیاتوي، چې دا لومړی ځل نه‌دی؛ تر دې وړاندې هم له پاکستانه د واردېدونکو بې‌کیفیته کرنیزو توکو د مخنیوي لپاره ورته ګامونه پورته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...