پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان وایي، د پنجاب لاهور ښار کې یې د هند ډرون الوتکه...

پاکستان وایي، د پنجاب لاهور ښار کې یې د هند ډرون الوتکه غورځولې

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۸مه】پاکستاني رسنۍ وایي،د پنجاب په لاهور ښار کې یوه ډروون الوتکه یې غورځولې ده.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې یاد ډرون د هند ده او د مهمو ځایونو د څار لپاره کارول کېده.

پر پاکستان د هند له برید شاخوا ۲۴ ساعته وروسته دا ډرون داسې مهال راغورځول کېږي، چې پاکستان په یو شمېر ښارونو کې خلکو ته د خوندیتوب خبرداری ورکړی دي.

د هند چارواکو تر اوسه د پاکستان له خوا د را غورځول شوې بې پیلوټه الوتکې په اړه څه نه دي ویلي.

هند تېره ورځ تایید کړې وه چې په پاکستان کې یې د ترهګرو پر ۹ ځایونو د برید پر مهال ۳ جنګي الوتکې غورځول شوې دي.

پر پاکستان د هند په برید کې پاکستان هم ومنله چې د دوی لور ته یې ۲۶تنه وژلي او ۴۶ تنه نور ټپیان کړل.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه په زیاتېدو دی کله چې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر هندي سیلانیانو وسله وال برید وشو او ۲۶ هندي سیلانیان یې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...