Homeخبرونهپښتین وایي، پاکستان خپل لومړۍ درجه دښمن پښتون ګڼي، نه هند

پښتین وایي، پاکستان خپل لومړۍ درجه دښمن پښتون ګڼي، نه هند

تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۱۸مه】‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، پاکستان خپل اوله درجه دښمن پښتون ګڼي، نه هند.

پښتین دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستاني پوځیانو په تیراه، جاني خېلو، خیبر او بنو کې په ډزو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې پرون چهارشنبه د خیبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني ځواکونو د توغول شوې مرمې له امله د یوې ښځې او ماشومې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

منظور پښتین وايي، پر پاکستان هند برید کړی خو دغه هېواد یې غچ په خټینو کورونو کې له اوسېدونکو پښتنو او بې ګناه انسانانو اخلي.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنو د مشرانو نیولو غبرګون کې هم نیوکه کړې او د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

پښتین له دې وړاندې هم نیوکه کړې ده چې ځینې پښتانه پاکستان ته د ځان سپینولو په موخه د هند ضد درېږي.

پښتین داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تازه هند پر پاکستان د پهلګام د برید د غچ اخیستو لپاره برید کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...