دوشنبه, جون 16, 2025
Homeخبرونهټرمپ د سعودي د سفر په ترڅ کې د فارس خلیج نوم...

ټرمپ د سعودي د سفر په ترڅ کې د فارس خلیج نوم عربي خلیج اعلانوي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) اسوشیټډ پریس خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده لري چې د سعودي عربستان د سفر پر مهال اعلان وکړي چې له دې وروسته به متحد ایالتونه «فارس‌خلیج» ته «عربي خلیج» یا «د عربستان خلیج» وايي.

سره له دې چې ایران دې خلیج ته فارس خلیج وايي او اروپایانو هم له ځینو مواردو پرته فارس خلیج بللی عربي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې هغه عربي خلیج بولي او له ایران سره په دې نوم دعوه لري.

اسوشیتید پریس اژانس وايي، سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا د دغه اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د اسوشیټډ پریس پر اساس، د ایران اسلامي جمهوریت حکومت په ۲۰۱۲ کال کې ګوګل ته ګواښ کړی و چې که په نقشه کې دې خلیج ته د فارس پر ځای عربي خلیج ولیکي، دعوه به پرې وکړي.

د دې خبري آژانس د راپور له مخې، د نړېوالې هایدروګرافۍ سازمان، چې متحده ایالات یې غړی دی، دا دنده لري چې ډاډ ترلاسه کړي سمندرونو، سمندرګيو او نړیوالو اوبو ته یو شان نقشه او نومونه وکارول شي. سره له دې، داسې موارد شته چې بېلابېل هېوادونه په خپلو کورنیو اسنادو کې د جغرافیوي سیمو لپاره مختلف نومونه کاروي.

ډونالډ ټرمپ مخکې هم اعلان کړی و چې امریکا به د «د مکسیکو خلیج» پر ځای هغه «د امریکا خلیج» وبولي.

په اوس وخت کې، په شمالي امریکا کې د ګوګل په نقشه کې دا سیمه د «عربي خلیج» په نوم ښودل شوې ده، خو د اپل په نقشه کې یوازې «فارس خلیج» لیکل شوی. امریکایي پوځ له کلونو راهیسې په خپرو شوو اعلامیو او تصویرونو کې د «فارس خلیج» پر ځای «عربي خلیج» کاروي.

ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې هم، چې د ولسمشرۍ لومړی پړاو یې و، د «فارس خلیج» پر ځای د «عربي خلیج» اصطلاح کارولې وه. هغه وخت د ایران له خوا دا اقدام له غبرګون سره مخامخ شو. د هغه وخت د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، ټرمپ ته پکار ده چې «جغرافیه لا زیاته مطالعه کړي.»

د ایران د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ویلي و: «ټول پوهېږي چې د ټرمپ ملګرتیا د لوړې بیې وړ ده. اوس پوه شوو چې د هغه جغرافیه هم د پېسو په بدل کې ده.»

ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د مې په ۶مه، د کاناډا له صدراعظم مارک کارني سره د لیدنې پر مهال وویل، منځني ختیځ ته تر سفر مخکې به د دې سیمې په اړه «ډېر مثبت» بیان خپور کړي.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ د مې له ۱۳مې تر ۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ شي.

سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و چې سعودي عربستان ته د ښاغلي ټرمپ د سفر موخه د دوه اړخیزو همکاریو او تجارتي اړیکو پراختیا ده.

ښاغلی ټرمپ هڅه کوي چې د خلیج له هېوادونو سره د امریکا اړیکې لا پیاوړې کړي، څو هم د هغوی مالي پانګونه امریکا ته جلب کړي، او هم د اسراییل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې او د ایران د اتومي پروګرام د کنټرول په شمول د امریکا د سیمه‌ییزو سیاستونو ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر همداراز د خپلو شخصي سوداګریزو شرکتونو له لارې، چې لا هم د ده تر اختیار لاندې دي، له یادو هېوادونو سره د پام وړ مالي اړیکې لري.

3 COMMENTS

  1. د انسان او حیوان تر منځ د ۹۹۹۹۹۹ توپیرونو له جملی څخه یو هم د انسان مینه او اُنس او تړاؤ او پاملرنه د « نوم » د موجودیت سره ده.
    د نوم د څرنګوالی او تثبیت او تشهیر په هکله تعصب به ممکن یوه طبیعی خبره وی خو هر څه ځانته خپله بیه او بهاء او حد لری، نومیز تعصب به هله خطرناک او ځوروونکی او حتی ویرانوونکی وی کله چی د تاریخ او جغرافیا عینی واقعیتونه د « انکار » په ډانګ ووهل شی.
    د « فارس خلیج » د لرغونو وختونو را پدیخوا د فارس د خلیج په نوم نوموَل شویدی او دا چی د خلیج احمق حُکام او حتی عام وولس ولی د فارس د خلیج د نوم پر ځای د عربی خلیج د نوم پر تثبیت ټینګار کوی، شا ته ئې یوه استعماری پروژه فعّاله ده کومه چی ریښه ئې په غرب کی تر سترګو کیږی.

  2. ایران هم ځینو هېوادونو باندې فارسي نومونه ایښي دي ، پولند ته لهستان وایي . دوی دعوه لري چې پولند ته کوم وخت یو پارس تللی وو او هغه هېواد ته یې لهستان ویلی او هغه یې کشف کړی دی .
    سویدن ته سوید ، ناروي ته نرویژ ، نیدرلند یا هالند ته هولند ، پرتګال ته پرتغال وایی ، نو له دوی سره به څوک دعوه وکړي ؟
    له بلې خوا د پارس په نوم کوم هېواد نور نشته ، بنا عربي خلیج یو مناسب نوم دی ، باید ټول نړیوال دا خلیج د عربي خلیج په نوم و نوموي .

  3. سلامونه،
    د افغانستانی! تفرقه يي اصطلاح هم فارسیستانو اختراع کړیده
    اوس ځینې ایرانیان وایی: افغانی نګویید ،زیرا اسم واحد پولی افغاني هستش!افغان بګویین!

    او بل بحر بلوچستان هم باید شتون ولري

    د ډونالد ج. ټرامپ خوبونه او خیالونه دي نو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...