دوشنبه, جون 16, 2025
Homeخبرونهنوراحمد یو وار بیا د هند د غوره لیګ په سیالیو کې...

نوراحمد یو وار بیا د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د مسابقې غوره لوبغاړی شو

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۷ مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه باولر، نوراحمد نن (چهارشنبه) د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې چینای سوپر کینګز لپاره ۴ ویکټونه واخیستل.

دغو څلورو ویکټونو د هند په روان غوره لیګ کې د نوراحمد لکڼوال د ویکټونو شمېر ۲۰ ته ورساوه.

ده په ۱۱ سیالیو کې دومره لوبغاړي سوځولي او یوازې () هم ۲۰ لوبغاړي په ۱۰ لوبو کې سوځولي او له همدې کبله تر ده وړاندې دی.

نور احمد ۴ مهم لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې په ۴ اورونو کې یې ۳۱ منډې ورکړې.

د نوراحمد ښه لوبه سبب شوه چې چینای سوپرکینګز، کلکته نایټ رایډرز ته په ۲ ویکټونو ماته ورکړي. له همدې کبله نوموړی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

دا د هند په روان غوره لیګ کې دوهم ځل دی چې نور احمد د مسابقې د غوره لوبغاړي جایزه ګټي.

نور احمد په داسي حال کې د هند د روان ټورنمنټ یو له دوو زیاتو ویکټ اخیستونکو څخه دی چې لوبډله یې جدول په پای کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...