غلام جیلاني ځواک
عبدالله خنجاني د یو ژورنالست په توګه له ډیرې مودې پیژنم، سره ناست یو لیدلي او کتلې مو دي، خنجاني مودب او د ښې رویې خاوند انسان دی.
بیا یې ژورنالیزم پریښود لاړ د سیاست خوا ته، د همد ې سیاسي راکړو ورکړو په ترڅ کې د ډاکټر عبدالله په ونډه د سولې د وزارت مرستیال و ټاکل شو او اوس د احمد مسعود په مشرۍ په اصطلاح د ملی مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر دی.
خنجاني له اینډیپنډنټ فارسي سره په مرکه کې ویلي چې امریکا نه باید د بګرام په اړه له طالبانو سره معامله وکړي، بګرام د تاجیکانو په ځمکه پروت دی، د ملي مقاومت جبهه په تاجیکانو کې فعاله ده او باید امریکا په دې اړه د مقاومت ملي جبهې او طالب ضد ټولنیزې حوزې سره همکاري وکړي.
ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین له وخته نیولې تر اوسه وایي امریکا باید بګرام نه وای پرېښی، د هغه په قول بګرام د چین له سنګیانګ ایالت سره نژدې دی چیرته چې د چین د اتومي وسلو مرکزونه دي،
نو بګرام امریکایانو ته ښورا زیات اهمیت لري،
ټرمپ وایی له بده مرغه اوس بګرام د چین په لاس کې دی او دی به هڅه وکړي بګرام بیرته ترلاسه کړي.
خنجاني وایي طالبان غواړي له بګرامه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د یو وسیلې په توګه کار واخلي، هغه وايي امریکا افغانستان کې خپل سفارت پرانستل د بګرام په اډه کې د امریکايي ځواکونو د شتون سره مشروط کړي.
زه له خنجاني مننه کوم چې په همدې یوه خبره یې په اصطلاح د ملی مقاومت جبهې د ماهیت په اړه څومره ښکلی اعترافونه کړي؛
د مقاومت جبهه چمتو ده د امریکا د همکاریو په بدل کې بګرام امریکا ته ورکړي، بالکل همداسې لکه ای ټی ایم قرار داد کې چې قانوني او عبدالله د ټول افغانستان واک او اختیار امریکا ته سپارلی و. خنجاني په دې توګه امریکا ته وړاندیز کوي چې ما سره خبرې وکړه، موږ چمتو یو بګرام درکړو.
د احمد مسعود په مشرۍ کومه ډله چې ځان ته د مقاومت ملي جبهه وایی، په حقیقت کې یواځې د تاجیکو یوه ډله ده. البته دا خبره له مخکې هم څرګنده وه چې جمیعت اسلامي، شورای نظار او مشتقات یې یوه قومي او فاشیستي ډله ده نه ملي، کله چې مسعود او رباني د دوستم او کارملیانو سره یو ځای د ملګرو ملتو د سولې د پروګرام پرضد کودتا وکړه، نو دا د لمر په شان څرګنده شوه چې جمیعت او شورای نظار محض یوه متعصبه قومي ډله ده. همدې ډلې په خپلو فاشیستي کړنو افغانستان یوې مدهشې او ویجاړونکي کورنۍ جګړې ته ویوړ، په دې جګړه کې ټولو ډلو او بیا په ځانګړي توګه د جمیعت، وحدت او جنبش ډلو داسې جنایتونه وکړل چې تاریخ کې هیڅ ساری نه لري د همدې جنایتونو په غبرګون کې زمینه مساعده شوه چې د طالبانو په شان ډله ظهور وکړي.
یانې اوس چې د طالبانو په نوم کوم ستر مصیبت پر افغانستان حاکم دی، هغه د دوی د بدو اعمالو او سیاستونو پایله ده.
خنجاني غواړي په اصطلاح د ملي مقاومت جبهه نړۍ سره په یواځې ځان د تاجیکو د استازي په توګه راکړه ورکړه ولري، دا په څرګنده توګه د افغانستان د تجزیې په مانا ده، یانې دوی په یو واحد او مستقل افغانستان باور نلري.
خنجاني په دې اعتراف لومړی خو باید د خپلې ډلې نوم بدل کړي، د یو قوم د استازیتوب په دعوی څرنګه کولای شي ځان ته د مقاومت ملی جبهه و وایي، کولای شي ځان ته دتاجیک د مقاومت جبهه و وایي، په حقیقت کې دا ډلګۍ په هیڅ وتوګه حتی یواځې د تاجیکو استازیتوب هم نشي کولای.
احمد شاه مسعود خو هم د همدې ډلې دی، نو بیا هغه ته هم «ملي قهرمان» نه بلکې تاجیک قهرمان و وایی.
پریږدۍ دا چې په بګرام، او ټوله شمالي کې تر ټولو ستر شمیر خلک چې اباد دي، هغه پښتانه دی. مګر اصلي خبره دا ده چې یواځې بګرام نه، بلکې ټول افغانستان د تاجیکو دی، د پښتنو دی د هزاره وو دی او د ترکمنو، بلوچو پشه ییو او نورو قومونو دی، ټول افغانستان د ټولو قومونو دی، هر افغان د ټول افغانستان دی او ټول افغانستان د هر افغان دی.
یوه بله خبره، ټرمپ ولې تاسره بګرام او یاکومې بلې مسئلې پر سر معامله وکړي، ته څوک یې، ستا وجود خو اوس افغانستان کې به ذره بین هم نه ښکاري نو تا سره ولي څوک معامله وکړي او یا اهمیت درکړي،
دا خو ته پخپله وایی چې ته د تاجیکو استازی یې، یانې پښتون، هزاره او ترکمن ستا نه دی، خو ایا ټول تاجیک ستا دی؟
همدا ستا د جمیعت پاتې شونکو کې، ايا د رباني زوی صلاح الدین رباني چې اوس ځان د جمیعت مشر ګڼی درسره دی؟ عطا محمد نور درسره دی،
څوک درسره دي، بس د زمردو یو څو قاچاقبران!؟
په داسې څرګندونو به دا ډله د ټولو افغانانو له نظره او د یو ستر شمیر هیواد پالو تاجیکو له نظره، نوره هم منزوي ا و منفوره شي.
د طالب په شان د یوې سترې استخباراتي پروژې په وړاندې مقاومت لپاره په کار ده د افغانستان ټول قومونه او ولسونه یو لاس او متحد شي، په یو واحد او مستقل افغانستان باور ولري او له قومي کرکو او تعصبونو ځان وژغوري.
که داسې نه وي نو،
این راه که تومیروې به ترکستان است!