پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر افغان کډوال...

پاکستاني پولیسو د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر افغان کډوال نیولي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو نیول هم پیل کړي دي، چې پکې ښځې، ماشومان او زاړه کسان شامل دي.

د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې د توقیف په یوه مرکز کې، په تېرو څلورو ورځو کې سلګونه افغان کډوال نیول شوي، چې پکې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري. نیول شویو کسانو شکایت کړی چې هغوی ته نه خواړه ورکول کېږي، نه د څښلو اوبه، او نه هم طبي پاملرنه برابره شوې ده.

یوه افغان کډوال، عبدالله جان، وویل: «هغوی موږ ته کارتونه هم راکړي دي، خو پرون شپه راهیسې موږ ته هېڅ خواړه نه دي راکړل شوي. ماشومان هم هلته ساتل کېږي. نه اوبه شته، نه خواړه. که موږ ته لږ وخت راکړل شي، نو موږ به په خپله لاړ شو.»

“په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویدیوګانو کې هم لیدل کېږي چې ګڼ شمېر کډوال په تنګو خونو کې ساتل کېږي. ځینو نیول شویو کسانو ویلي چې له نیولو وروسته، پولیسو ترې رشوتونه غوښتي دي.

کډوال د شړلو کمپونو ته هم انتقال شوي، چې ویل کېږي په ډېر بد وړضعیت کې دي او هلته هیڅ راز انساني شرایط مهیا نه دي.

په کراچۍ کې یو بل افغان کډوال، جبارخېل، وویل: «ولې غریبان او بې وسه خلک ځوروي؟ موږ دلته څلوېښت کاله تېر کړي دي. له پیل راهیسې موږ ته هېڅ مناسب ځای نه دی راکړل شوی.»

د کراچۍ پولیسو اعلان کړی چې غواړي له دې ښاره تر ۱۶ زره زیات د افغان تابعیت کارت لرونکي کډوال وشړي. چارواکو ویلي، دا بهیر پیل شوی، او د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۵۰ کسان نیول شوي او د توقیف مرکزونو ته انتقال شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...