پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeټولنیزڅېړنه: د لوېدیځې اروپا بېوزله خلک د امریکا تر شتمنو ډېر عمر...

څېړنه: د لوېدیځې اروپا بېوزله خلک د امریکا تر شتمنو ډېر عمر کوي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې د اروپا غریب خلک لږ تر لږه د امریکا د شتمنو خلکو هومره، او ځینې وختونه حتی تر هغوی زیات عمر کوي.

دا یو منلی حقیقت دی چې د هغو کسانو روغتیا ښه وي او ډېر عمر کوي، چې شتمن وي، ځکه شتمني د اسانه تعلیم، مناسب کار، سالمې تغذیې او درملنې امکان برابروي.

خو د “نیو انګلنډ ژورنال آف میډیسین” په نوې خپره شوې څېړنه کې راغلي چې حتی د هالنډ او فرانسې په څېر هېوادونو کې تر ټولو غریب خلک هم معمولاً د امریکا تر شتمنو خلکو زیات عمر کوي.

پېژندل شويو څېړونکو د دې مطالعې لپاره د امریکا او ۱۶ اروپايي هېوادونو د شاوخوا ۷۴ زره کسانو معلومات وڅېړل. دې کسانو په ۲۰۱۰ کې د ۵۰ او ۸۵ کلونو ترمنځ عمر درلود، او څېړونکو د هغوی د ژوند او مړینې کچه تر ۲۰۲۲ پورې تعقیب کړه.
په دې څېړنه کې اروپایان په درې ډلو وېشل شوي وو: شمالي او لوېدیځه اروپا (اتریش، بلجیم، ډنمارک، فرانسه، جرمني، هالنډ، سویډن، او سویس)، جنوبي اروپا (ایټالیا، پرتګال، او هسپانیا) او ختیځه اروپا (چک جمهوریت، استونیا، هنګري، پولنډ او سلوانیا).
د شته معلوماتو له مخې، په امریکا کې د مرګ کچه په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې ۶.۵ وه، خو دا شمېره په شمالي او لوېدیځه اروپا کې ۲.۹، په جنوبي اروپا کې ۴.۹، او په ختیځه اروپا کې ۵.۸ ده.

د روغتیا او شتمنۍ اړیکه

دا څېړنه څرګندوي، سره له دې چې د شتمنۍ او ژوند دوام ترمنځ اړیکه شته، خو په امریکا کې د شتمنو او بېوزلو خلکو ترمنځ د روغتیا واټن تر هر اروپايي هېواد زیات دی.

د امریکا غریب خلک تر ټولو لږ عمر لري او اکثره تر خپلو اروپايي سیالانو مخکې مري. حتی د امریکا شتمن خلک هم د اروپايي وګړو په پرتله بد وضعیت لري.

د څېړنې پایلې ښيي چې د امریکا د شتمنو خلکو عمر د جنوبي اروپا د شتمنو خلکو تر عمر کم دی. همداراز، د امریکا د شتمنو خلکو عمر د شمالي او لوېدیځې اروپا د ټولو وګړو تر عمر (پرته له دې چې دوی شتمن دي که غریب) لږ دی.

د څېړنې له مخې، د امریکا د شتمنو خلکو عمر د شمالي او لوېدیځې اروپا له غریبو خلکو، او همداراز د ختیځې اروپا له غریبو خلکو سره برابر دی.

ایرین پاپانیکولاس، چې د امریکا د براون پوهنتون د روغتیايي اقتصاد متخصصه ده او د دې څېړنې مشري یې کړې، وایي: دا موندنې دا یادونه کوي چې حتی د امریکا شتمن خلک هم د خپلو هېواد له سیستماتیکو ستونزو څخه، چې د ژوند تمه راټیټوي، خوندي نه دي.

څېړونکي باور لري چې د امریکا او لوېدیځې اروپا خلک معمولاً د نړۍ تر نورو سیمو زیاتې پیسې لري، خو د شتمنۍ او روغتیا اړیکه یوازې په بانکي حسابونو کې په پرتو پیسو پورې نه ده محدوده.

په امریکا کې دا مهمه ده چې یو څوک د خپلو هېوادوالو پرتله څومره زیات شتمن وي. د څېړنې له مخې، په امریکا کې د شتمنۍ واټن د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله زیات دی، او همداراز دغه هېواد کمزوري ټولنیز جوړښتونه او محدود روغتیایي خدمات لري.

څېړونکي وایي دا مسله توضیح کوي چې ولې د امریکا د شتمنو او غریبو خلکو ترمنځ د مړینې واټن دومره زیات دی، او ولې د امریکا غریب خلک د اروپا د غریبو خلکو په پرتله کم ژوند کوي.

په دې څېړنه کې یوې بلې برخوالې څېړونکې سارا ماچادو، وویل: د روغتیايي ستونزو حل یوازې د زیانمنو خلکو لپاره اړین نه دی، بلکې حتی شتمن خلک هم ترې ګټه اخلي.

د ټولنیزو بنسټونو رول

مارتین مک‌کي، چې د اروپا د عامې روغتیا استاد او د اروپا د عامې روغتیا پخوانی مشر دی، وایي: سره له دې چې په دې څېړنه کې اروپايي هېوادونه له یو بل سره نه دي پرتله شوي، خو د شمالي او لوېدیځې اروپا د ټولنیزو رفاهي پروګرامونو له امله هلته د غریبو خلکو وضعیت ښه دی.

مک‌کي چې د دې څېړنې برخوال نه و، یورونیوز ته وویل: «د رفاهي دولت ګټه ټولې ټولنې ته رسېږي.»

په دې څېړنه کې د جنسیت، واده، تعلیم، ښاري یا کلیوالي ژوند، سګرېټ څکولو او ناروغیو په څېر فکتورونه هم شامل شوي وو.

دغو فکتورونو له څېړونکو سره مرسته وکړه چې د شتمنۍ او عمر ترمنځ مستقیمه اړیکه ښه درک کړي. البته، دوی د نسل او قومیت مسله نه ده څېړلې، چې ښايي په پایلو کې رول ولري.

مک‌کي وویل: په څلورو ګروپونو د خلکو وېشل ښايي ډېر دقیق نتایج ور نه کړي.

هغه زیاته کړه: اساسي مسله دا نه ده چې یوازې د شتمنۍ ۲۵ سلنه لوړه برخه وګورو، بلکې باید دا هم وڅېړو چې څنګه د ۱ یا ۲ سلنه تر ټولو شتمنو خلکو شمېر زیاتېږي.

څېړونکي چې په دې پروژه کې شامل وو، باور لري که امریکا غواړي د خپلو خلکو د ژوند تمه او رفاه لوړه کړي، نو باید د اتلانتیک سمندر له هاخوا الهام واخلي.

ماچادو وویل: «که تاسو نورو هېوادونو ته وګورئ، نو غوره نتایج وینئ. دا په دې معنا ده چې موږ کولی شو له هغوی زده کړه وکړو او خپل وضعیت ښه کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...