تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د آیرلنډ د پلازمېنې دوبلین په هوايي ډګر کې دوه افغانان، چې د ناروې له پلازمېنې اوسلو څخه بې پاسپورته تللي وو، ونیول شول.
دغه دواړه کسان، چې یو أار او بل یې زوی دی، د جمعې په ورځ د دوبلین د هوايي ډګر په لومړي ترمینل کې ونیول شول، او ټاکل شوې چې د دوبلین د ناحیې محکمې قاضي ډېوېډ مکهیوه ته وړاندې شي.
دوی، چې پال سینګ او متیش سینګ نومېږي، ۶۷ او ۱۸ کلن دي.
دواړه کسان چې د اوسېدو کومه ثابته پته نه لري، او د آیرلنډ د مهاجرت د قانون د ۱۱مې مادې له مخې تورن دي، ځکه چې دوی د خپل هویت د ثابتولو لپاره پاسپورتونه یا ورته نور اسناد نه لري. دا جرم تر یو کال پورې د بند سزا لري.
د آیرلند د پولیسو یوه پلټونکي جان هنري وویل، چې پال سینګ د خپل تور په ځواب کې یوازې دا وویل: «زه یوازې مرسته غواړم.» د هغه بل همکار پلټونکي، یانګ مِینګ، وویل چې متیش سینګ د تور په وړاندې هېڅ غبرګون ونه ښود.
محکمې ته وویل شول چې د هوايي ډګر د سرحدي مدیریت څانګې GNIB ته خبر ورکړی و چې متیش سینګ د هغه الوتکې مسافر و چې له اوسلو څخه راغلې و او «تورنو کسانو د اعتبار وړ سفري اسناد نه لرل.»
دوی ته د قانوني مشورو لپاره مدافع وکیل او په محکمه کې د ژباړې لپاره یو پښتو ژبی ژباړونکی برابر شوی و. هغوی په خپله دفاع کې محکمې ته هېڅ ونه ویل.
د دوی د دفاع وکیل، کېوین مککراوي، وویل چې تورن کسان دا مهال د ضمانت غوښتنه نه کوي. قاضي مکهیوه ورته قانوني مرسته تصویب کړه، هغوی یې په توقیف کې وساتل، او په زندان کې یې د طبي پاملرنې حکم ورکړ. ټاکل شوې چې دواړه کسان راتلونکې اونۍ بیا محکمې ته حاضر شي.