Homeخبرونهپاکستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۳۷ بریدونه شوي

پاکستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۳۷ بریدونه شوي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۲۶مه】پاکستان کې د نا امنیو د پېښو زیاتوالي، هره ورځ په دې هېواد کې وسله وال بریدونه او بمي چاودنې په زیاتېدو دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې یواځې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۳۷ لوی او کوچني بريدونه شوي چې، لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په وینا په دغو لويو او کوچنيو بريدونو کې وسله‌والې نښتې، بمې چاودنې او د لاسي بمونو پېښې شاملې دي.

يوازې خیبر پښتونخوا د ۲۳ کوچني او لویو بريدونه شاهده ده.

په يادو چاودنو کې يوه هم د پېښور په اورمړو سيمه کې د پرون شنبې مازيګر په يوه ځايي جومات کې پر مشهور ديني عالم مفتي منير شاکر چاودنه ده چې، په پايله کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې نا امني په پراخېدو ده، چې له امله یې د عامو خلکو ترڅنګ دولتي چارواکي هم اندېښمن کړي دي.
https://taand.net/?p=252609

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...