جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروان کال د هوایي دهلېز له لارې ۲۹۵ ملیون ډالر صادرات او...

روان کال د هوایي دهلېز له لارې ۲۹۵ ملیون ډالر صادرات او واردات شوي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۲۶مه】‏د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، روان کال د هېواد له هوایي دهلېزونو له لارې د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۵ ملیونه ډالرو ته رسېږي.

سرچینه زیاتوي چې په یاده اندازه کې ۱۲۸ ملیونه ډالره یې صادرات دي.

د سرچینې په وینا د افغانستان صادرات او واردات د کابل، کندهار او بلخ له هوایي ډګرونو څخه اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، بریټانیا، امریکا، سویلي افریقا، جرمني، چین، هند او ځینو نورو هېوادونو ته شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبره، د افغانستان ډېری صادراتي توکي وچې مېوې، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، توره جلغوزه، لاسي صنایع او نور محصولات دي.

اقتصاد پوهان هم د وارداتو پر وړاندې د صاداراتو زیادښت په نېک پال نیسي او په زیاتوالي ټینګار کوي.

دوی وایي که سوداګرو ته زمینه برابره شي نو د افغانستان داخلي تولیدات به د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...