تاند – ځینې وختونه په حیواناتو کې داسي حرکتونه لیدل کېږي چې د انسان سترګو ته د مینانو وفاداري، تړاو او ژور احساسات دروي.
خو ایا واقعاً کولای شو د حیواناتو د مینې احساسات حقيقي وبولو، که دا یوازې د بقا لپاره فطري غریزې دي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ساینسپوهانو د اوږدې مودې لپاره پرې څېړنې کړي، او په پایله کې دې نتیجې ته رسېدلي چې حیوانات بېاحساسه نه دي.
ایا حیوانات مینه احساسولی شي؟
جسیکا سرا، چې د “The Beast Within Us” کتاب لیکواله او د اخلاقو څېړونکې ده، وايي:
“که څه هم د حیواناتو د ذهني تجربې تشریح کول سخت کار دی، خو زما په نظر، د دوی ترمنځ د تړاو احساس دومره قوي کېدای شي، چې موږ پرې د مینې نوم کېږدو.”
په دې اړه ملموس شواهد هم شته:
- پیلان د خپل مړ شوي ملګري لپاره ماتم کوي.
- ډولفینان قوي ټولنیزې اړیکې جوړوي.
- ځینې مرغان، د خپل ټول عمر لپاره یو ثابت ملګری غوره کوي.
دا ډول چلندونه یوازې د بقا لپاره نه دي، بلکې د ژور عاطفي تړاو ښکارندویي کوي. خو ایا دا واقعاً مینه بللای شو؟
“ زړه ماتی” زیبرا کب
په ۲۰۱۹ ز کال کې، د زیبرا فیش په نوم کب د حیرانوونکي چلند په اړه څېړنې په “Proceedings B” سلطنتي ژورنال کې خپرې شوې.
دا کبان له خپل ملګري سره د وفادارۍ لپاره مشهور دي.
کله چې محققانو د څېړنې په لړ کې دوی له خپلو ملګرو جلا کړل، د کبانو د زړه ماتېدلو نښې ولیدل شوې.
- مونث کب شدید اضطراب او خپګان وښود.
- هغه له نورو احتمالي ملګرو سره د اړیکې له جوړولو ډډه وکړه.
- نر کب هم ورته احساسات لرل.
دا څېړنه ښيي، چې ځینې حیوانات ثابتې اړیکې جوړوي، چې د انسانانو د جوړه توب یا زوجیت اړیکو ته ورته دي.
په آلباتروس مرغانو کې وفاداري او مینه
په بله څېړنه کې، ساینسپوهانو “آلباتروس” (albatrosses) نومي مرغان وڅېړل.
دا مرغان هر کال زرګونه کیلومتره الوځي، خو بیا هم بېرته خپل پخواني ملګري ته ورستنېږي.
کلودیا وینکه، چې د حیواني چلند متخصصه ده، امریکايي مجلې، ډسکور “Discover” ته وايي:
“دا مرغان ټوله ورځ د سمندر پر سر الوزي، خو هر کال یوازې یو ځل جزیرې ته راځي، چې یو بل ته سلام وکړي. د دوی ترمنځ داسې مراسم شته، چې واقعاً له مینې سره ورته والی لري.”