یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعمان او افغانستان د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

عمان او افغانستان د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۲۳مه】‏عمان او افغانستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

پرون چهارشنبه د کب ۲۲مه، د عمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (OCCI) رییس فیصل عبدالله الرواس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره ولیدل.

دا ناسته د عمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو برخو اړیکو د ودې او پراختیا په چوکاټ کې ترسره کیږي.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر کړی دی.

باور دا دی چې په ټوله کې، د افغانستان او عمان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول د پراختیا په حال کې دي، او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

تر دې وړاندې امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۱مه د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر وکړ او هلته یې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره وکتل.

په دې کتنه کې، متقي په افغانستان کې شته امنیتي وضعیت او د پانګونې فرصتونه د عماني سوداګرو لپاره ګټور وبلل او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....