جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهجرمن شرکت په افغانستان کې ۴۰۰ ملیونه ډالر پانګونه کوي

جرمن شرکت په افغانستان کې ۴۰۰ ملیونه ډالر پانګونه کوي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۲۳مه】د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د «ترستکو میډل ایسټ» په نوم جرمن شرکت غواړي په افغانستان کې د سړک جوړونې په برخه کې ۴۰۰ ملیونه ډالر پانګونه وکړي.

د یاد شرکت مسوولانو دا لېوالتیا د یاد وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره په لیدنه کې ښودلې ده.

محمد عیسی ثاني او د طالبانو د فواید عامې وزارت سرپرست، د دې ناستې د هرکلی کړی ترڅنګ ویلي، چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین او بهرني او کورني پانګوال کولای شي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سړک جوړونې په برخه کې پانګونه وکړي.

سرچینې زیاته کړه چې د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونه د افغانستان له مهمو سړکونو څخه دي چې جوړېدو ته اړتیا لري.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې تازه د طالبانو ‏د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د ملي تدارکاتو ادارې ویلي، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۷۴ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې منظورې شوې دي.

دې ادارې زیاته کړې چې یادې پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټ، روغتیا، مخابرات، برېښنا، اوبو مدیریت او ګڼو برخو کې منظورې شوې دي.

1 COMMENT

  1. ټول مشکل د پاکستان د غلامانو لخوا دی چی کندهار کی میشت دی او پر مهمو څوکیو یی تکیه کړې. الله دی دوی هیواد پلورونکی تباه کړی چی ښځی او میندی یی د سپین بولدک او تورخم دروازو کی منتظری دی او د دوی کورونه اوس هم اسلام آباد مشت دی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...