تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ تور پورې کړ چې هند په بلوچستان کې پر جعفر ایکسپریس ریلګاډي برید تنظیم کړی، ادعا یې وکړه چې دا حمله د بهر مېشته وسلهوالې ډلې د مشرانو له لوري پلان شوې او عملي شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په اسلاماباد په خپله اوونیزه خبري ناسته کې وویل چې د جعفر ایکسپریس د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي او استخباراتي معلومات ښيي چې بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې وو.
د پاکستان پوځ ویلي چې ټول یرغمل شوي کسان ژغورل شوي، خو «ترهګرو» د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ مسافر وژلي وو. همداراز، په مشقاف سیمه کې د برید پر مهال د ملېشه ځواک (فرنټیر کور (FC څلور سرتېري هم وژل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې کشف شوي مخابراتي تماسونه تاییدوي چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري.
هغه زیاته کړه:«ترهګر په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، او پاکستان تل له افغان موقت حکومت څخه غوښتنه کړې چې د بلوچستان د ازادۍپوځ په څېر ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان له خاورې کار واخلي.»
نوموړي دا هم وویل چې پاکستان په عامه فورمونو کې د دیپلوماتیکو تماسونو بحث نه کوي، خو د دې ډول پېښو مفصل شواهد یې له افغانستان سره شریک کړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان اصلي تمرکز له افغانستان سره د دوستانه او نژدې اړیکو پیاوړتیا ده، خو د ترهګرۍ ضد مبارزه له نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ یوه مهمه برخه ده.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د ویاند له څرګندونو مخکې د دغه هیواد پوځ ادعا وکړه چې په بلوچستان د ریلګاډي د تښتولو پلان په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو جوړ کړی و.
پوځ وايي، دا ادعا د ریلګاډي له ۳۶ ساعتونو محاصرې، چې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده، وروسته د استخباراتي معلوماتو له مخې کوي.
د دې بېساري برید پیل د سېشنبې په ورځ په ځایي وخت د ماسپښین په یوه بجه وشو. د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وسلهوالو د جعفر ایکسپریس ریلګاډی، له څه باندې ۴۰۰ مسافرو سره د بلوچستان په لېرې پرتو غرونو کې یرغمل کړ.
تېره شپه پوځ اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو ۳۳ وسلهوال بریدګر وژلي او پاتې ټول مسافر یې ژغورلي دي.
واوا دا یې لا بله په پاکستان کې د هرې حملې تر شا د افغانستان او هندوستان لاس دی. دا تورونه ددې شیطان هیواد د جوړیدو سره سم شروع شوي خو دا فکر پاکستان ندی کړی چې ستاسو لاس وهنو ټول ګاونډیان پزې ته راوستي. افغانستان خو مو د اسلام او جهاد په نوم وران کړ او تر اوسه یې ورانوئ، هند کې مو هم د سیک او مسلمان غوږو ته شیطاني اور اچونې شروع خو هغوی د افغانانو نه هوښیار دي. لږه ذایقه خو تاسو هم وڅکئ د ابلیس اولاده. انشالله د خپلو پیسو ګټلو شیطاني اعمال به مو هم د پیسو خلاص کړي او هم د هیواده. توړا صبر کرو.
دا هسې یوه ډرامه ده ، د خپلو خلکو په سترګو کې خاورې اچوي .
د پنجاب د حکومت سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز حالت داسې وخت ته رسېدلی دی ، چې پنجابي استعمار باید وشړيږي ، پښتانه او پلوچان او د دوی ترڅنګ کشمیریان او سندیان باید خپله آزادي واخلي . دوی هره ورځ ټوله ملامتي په افغانستان وراچوی ، دوی پوهیږي ، چې د افغانستان د حکومت خوله پټه ده ، د ملا هبو د حجر د پېړۍ د سیاست او جهالت له لاسه نړیوال افغانستان په رسمیت نه پېژني ، نو هرڅه چې وغواړي پر افغانانو یې ورتپي . خو لمر په دو ګوتو نه پټیږي . لرې نه ده چې پښتانه او پلوچان به د پنجاب له ظالم او مرتدد استعمار نه خپلواکي ترلاسه کوي .
پښتانه دي لږ میړانه له پلوڅو په پور واخلي، آزاد ژوند به ولري، خو د دوئ ذلیل مشر به درشه درته به وايي، تر اوردۍ مې جار کړې.