تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د بلوچستان د ریلګاډي د تښتولو پلان په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو جوړ کړی و.
پوځ وايي، دا ادعا د ریلګاډي له ۳۶ ساعتونو محاصرې، چې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده، وروسته د استخباراتي معلوماتو له مخې کوي.
د دې بېساري برید پیل د سېشنبې په ورځ په ځایي وخت د ماسپښین په یوه بجه وشو. د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وسلهوالو د جعفر ایکسپریس ریلګاډی، له څه باندې ۴۰۰ مسافرو سره د بلوچستان په لېرې پرتو غرونو کې یرغمل کړ.
تېره شپه پوځ اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو ۳۳ وسلهوال بریدګر وژلي او پاتې ټول مسافر یې ژغورلي دي. خو لږ تر لږه ۲۱ مسافر د دې برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې مشر او ویاند بریدجنرال احمدشریف چودري، دنیا نیوز تلویزیوني چاینل ته وویل: «پاکستان تمه لري چې د افغانستان موقت حکومت به خپل مسوولیتونه ادا کړي او له خپلې خاورې څخه به د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ور نه کړي.»
ده یو ځل بیا وویل چې افغانستان د وسلهوالو ملاتړ کوي. نوموړي وویل چې د جعفر ایکسپریس پېښه د لوبې اصول بدلوي، خو دا یې څرګنده نه کړه چې دا بدلونونه به څه وي.
هغه زیاته کړه:«څوک چې دا کار کوي، زه په ډېر وضاحت وایم، موږ به یې پیدا کړو او عدالت ته به یې راکش کړو. دا پېښه د لوبې اصول بدلوي.»
نوموړي دا هم وویل:«موږ چاته اجازه نه شو ورکولی چې زموږ د دښمنانو د فرمایش پر بنسټ پاکستانيان په نښه کړي.» هغه ژمنه وکړه چې عاملان به، هر چېرته چې وي، تعقیب او محاکمه شي.
سره له دې چې د پاکستان پوځ د یرغملو د ژغورلو او د برمته نیوونکو د وژلو ادعا کوي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ تراوسه پورې د پاکستان د پوځ ادعا تایید کړې نه ده.