پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ ملیارد افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې...

په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ ملیارد افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې منظور شوي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۲۳مه】‏د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملي تدارکاتو ادارې ویلي، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۷۴ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې منظورې شوې دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې یادې پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټ، روغتیا، مخابرات، برېښنا، اوبو مدیریت او ګڼو برخو کې منظورې شوې دي.

بل لورته تازه د طالبانو د حکومت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت نن (پنج‌شنبه، د کب ۲۳مه) له یوه خصوصي شرکت سره د ‎بدخشان ولایت د واخان سړک د دويم فاز د کار د پیل تړون لاسلیک کړ.

د ياد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده زیاته کړې چې، د دې تړون له مخې د ۷۱ کیلومتره سړک چارې به په چټکۍ سره پر مخ يوړل شي.

د اخندزاده په وينا، د واخان د سړک د جوړولو لګښت د طالبانو د حکومت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې د واخان اوسیدونکي له کلونو راهیسې له بې‌پامي شکایت درلوده او له هر ډول اړينو اسانتیاوو، په ځانګړې توګه له سړک، بې‌برخې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...