یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+غلام خان بندر، د تورخم مناسب بديل! | محمدالله شېرزی 

غلام خان بندر، د تورخم مناسب بديل! | محمدالله شېرزی 

افغانستان له پاکستان سره اوږده ګډه فرضي کرښه لري چې د دې کرښې په اوږدو کې په پرتو ولایتونو کې د تګ راتګ یو شمېر رسمي او غېرې رسمي بندرونه شته . د دغو ځمکنیو بندرونو په منځ کې تر ټولو مهم  تورخم او سپين بولدک دي او ترڅنګ يې غلام خان، انګور اډه، خرلاڅۍ او ځينې نورې لارې د تجارتي مالونو او په ځينې وختونو کې په ټوکن د خلکو د اوښتو او را اوښتو لپاره کارول کيږي.

نژدې شل ورځې کيږي، چې د تورخم لاره د دواړو لوريو د ترينګلو اړيکو او وخت ناوخت نښتو په وجه بنده ده، چې ګڼ مساپر دواړو لورو ته بند پاتې دي او د ميليونونو په ارزښت تجارتي اموال په موټرو کې خراب شوي او يا خرابيدونکي دي.

له پاکستان څخه اوس مهال افغانان د سپين بولدک ترڅنګ پر غلام خان بندر اوړي، چې پاکستان لوری ورته ټاپه وهي او د افغانستان طرف ته دا اسانتيا نشته.

غلام خان بندر کابل ته د نورو بندرونو په نسبت لسګونه کيلومتره لنډ دی، چې له دې فرصته بايد ګټه واخېستل شي او د رسمي ترانزیټ کارونه يې وشي.

په دې وروستيو کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ وخت ناوخت په مختلفو موقعیتونو کې نښتې کيږي، چې د دواړو لورو عوامو ته پکې زيان اوړي، ناروغان بند پاتې کيږي او سوداګر مالي زيانونه ويني.

که غلام خان د رسمي بندر په توګه فعال او افغان لوری د دخول او خروج اسانتياوې برابرې کړي، نو تر ډېره حده د وګړو ستونزې ورسره کميدلی شي، چې په دې توګه غلام خان بندر د تورخم او سپين بولدک غوره بديل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....