شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهپاکستان په ۱۶ میاشتو کې ۸۰۰ زره افغانان ایستلي

پاکستان په ۱۶ میاشتو کې ۸۰۰ زره افغانان ایستلي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ اعلان کړی چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې له پاکستان څخه تر ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي، په تېرو ۱۶ میاشتو کې شاوخوا ۸۲۴ زره او ۲۰۰ افغان اتباع د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پروګرام» له مخې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې، د کډوالو لویې کمېشنرۍ تر ۱۱۸ زرو او ۳۰۰ ډېرو راستنو شویو کسانو ته ضروري بشري مرستې ورکړي دي، چې ۴۹ سلنه یې ښځې جوړوي.

همداراز، ویل شوي چې دې ادارې په نوي میلادي کال کې ۹ زرو او ۵۰۰ کسانو ته، چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې مېشت دي، د سرپناه او اړینو توکو په شمول نقدي او غیرنقدي مرستې برابرې کړې دي.

د کډوالو لویې کمېشنرۍ دا هم ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د بحران د مدیریت لپاره ۴۷۸.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو د جنورۍ تر پای پورې یوازې ۱۳ سلنه بودیجه برابره شوې ده.

افغان کډوال لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ۵.۵۳ میلیون افغان کډوال او پناه‌ غوښتونکي لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له دې جملې څخه ۱.۶ میلیونه د پخواني حکومت له پرزېدو وروسته دې هېوادونو ته تللي دي.

سره له دې، راپور زیاتوي چې د کډوالو اصلي شمېره ښايي له رسمي ارقامو لوړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...