یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، له ۲۱۴ یرغملو څخه یې ۵۰...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، له ۲۱۴ یرغملو څخه یې ۵۰ وژلي، نور هم وژني

تاند – د بلوچستان د ازادۍ پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرګون کې یې په تېرو یو ساعتونو کې ۵۰ یرغمل وژلي دي.

دغه پوځ د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په ډهاډ‌ر کې د څه باندې ۲۰۰ پوځیانو او امنیتي ځواکونو له برمته کولو وروسته ویلي و چې که د پاکستان پوځ د یرغملو د خلاصون هڅه وکړه، یرغم به ووژني.

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ وویل چې د برمته وو د خلاصون لپاره به عملیات وکړي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي، «پاکستان زموږ پخواني اخطارونه او زموږ له بندیانو سره د یرغملو د تبادلې وړاندیز له پامه غورځولی دی.»

بلوڅ بیلتون‌پالې ډلې ادعا کړې چې پاکستان د چهارشنبې په ورځ د درنې توپخانې او پرمختللو وسلو په کارولو سره هڅه وکړه چې یرغمل شوي کسان خوشي کړي، چې سخته نښته ونښته. خو د دې ډلې جنګیالیو برید شنډ کړ او پاکستاني ځواکونه یې اړ ایستل چې په شا وتمبېږي.

د بلوچ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني پوځ ادعاوې په مستقل ډول تایید یا رد کېدای نه شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ویلي چې په دې جګړه کې د دوی درې جنګیالي وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ دا هم ویلي چې د پاکستان د وروستي پوځي اقدام په ځواب کې، چې مخکیني خبرداري او د بندیانو د تبادلې وړاندیز ته یې پام نه دی کړی، دوی د یو شمېر یرغملو د وژلو په اړه خپله قاطع او وروستۍ پرېکړه عملي کړه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند، جیاند بلوچ، له دې وړاندې پاکستان ته ۲۴ ساعته ضرب‌الاجل ورکړی و چې د دوی له بندیانو سره د یرغملو د تبادلې پرېکړه وکړي.

تر اوسه د پاکستان چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ دې اولتیماتوم ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

دغه ډله خبرداری ورکوي چې که د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته پاکستان د مذاکراتو ځنډولو ته دوام ورکړي، نو هر ساعت به پنځه نور یرغمل ووژني.

په ورته وخت کې، د پاکستاني رسنیو راپورونه ښيي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۹۰ کسان، چې د جعفر اکسپریس یلګاډي مسافر وو، ژغورلي او د ژغورنې د عملیاتو په دوهمه ورځ ۳۰ وسلوال بریدګر وژل شوي دي.

خو ځیني پاکستاني رسنۍ، چې له دې هیواده دباندې فعالیت کوي، وايي چې هغه کسان چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، دوی خوشي کړي، په حقیقت کې هغه ملکیان دي چې بلوچ بېلتون غوښتونکو په خپله خوښه پرې ایښي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي و چې ۲۱۴ یرغمل کسان یې نیولي، او که غوښتنې یې ونه منل شي، هغوی به ووژني.

په همدې حال کې ځینو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې پر جعفرایکسپریس ریلګاډي د بلوچ بېلتون غوښتونکو برید کوونکو په افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره تماس درلود او د دې برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

1 COMMENT

  1. BALOOCH FREEDOM FAUJ ZENDAH BAAD
    DE NAR BACHYANO NAMEE YAAST. T T P IS WEAK.
    TTP MUST PUSH MORE ON PUNJABI FAUJ,
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...