یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهکرېکټ: چمپینز ټرافي سبا چهارشنبه پیلېږي

کرېکټ: چمپینز ټرافي سبا چهارشنبه پیلېږي

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۳۰مه】د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سترې سیالۍ سبا (د روانې فبروري میاشتې ۱۹مه نېټه) پیلېږي.

دا سیالۍ د ۸ سترو لوبډلو ترمنځ پیلېږي.

د دې سیالیو په لومړي پړاو کې افغان لوبډله په ترتیب سره د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

په تمریناتي لوبو کې افغانستان د پاکستان الف لوبډلې او نیوزلنډ پر وړاندې لوبې وکړې.

افغان کرکټ بورډ وایي، افغان ملي لوبډله دې لوبو ته بشپړ چمتووالی لري او تمه شته چې ښې بریاوې او لاسته راوړنې به ولري.

د افغان کرکټ مینه وال هم تمه لري چې افغان ملي لوبډله به په دې سترو سیالیو کې سترې لوبډلې ماتې او ستر ویاړونه به خپل کړي.

د سیالیو مهالوېش:
جمعه، د فبروري میاشتې ۲۱مه نېټه:
افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې
کراچۍ کرکټ لوبغالی

چهارشنبه، د فبروري میاشتې ۲۶مه نېټه:
افغانستان د انګلستان پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

جمعه، د فبروري میاشتې ۲۸مه نېټه:
افغانستان د استرالیا پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
لومړۍ نیمه پایلوبه
دوبۍ کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
دویمه نیمه پایلوبه
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
پایلوبه
لاهور / دوبۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....