یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کېدا لا هم په خطر کې ده.

د دې بانک پر اساس، د افغانستان اقتصاد د تګلارو د ناڅرګندتیا، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدا او له ګاونډي پاکستان سره د ضعیفې سوداګریزو اړیکو په شمول له پر له پسې ننګونو سره مخامخ دی.

بانک په خپل تازه راپور کې ارزونه کړې چې زیاته بېوزلي، بیکاري، محدودې سرچینې د پېرودوس کمزورتیا د دې سبب شوي چې میلیونونه افغانان له کړاوونو سره لاس و ګرېوان پاته شي.

د نړیوال بانک راپور څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کسر ۵۴٪ زیات شوی، او ۹ میلیارده ډالرو ته رسیدلی دی، چې دا د هېواد د ناخالص داخلي تولید (GDP) ۴۵٪ جوړوي. راپور دا کموالی د صادراتو په ۵٪ کمښت پورې تړلی بولي. د سکرو او پنبې د صادراتو کمېدا یې اصلي علت بلل شوی دی.

راپور زیاتوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته مرستې ځنډېدلي او د دې هیواد په مالي او بانکي سکتورونو باندې بندیزونه لګول شوي دي. دغه اقدامات د ترهګرۍ د اندېښنو په ځواب کې تطبیق شول، ځکه چې د طالبانو مهم مشران د ملګرو ملتونو د نړیوالو ترهګرو په لیستونو کې شامل دي.

د نړیوال بانک په وینا، «د سکرو په صادراتو کې تر ټولو زیات یعني ۶۴ سلنه کمښت راغلی، او ۹۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، ځکه پاکستان د افغانستان پر ځای خپلو دودیزو عرضه کوونکو ته مخه کړه.»

راپور اشاره کوي چې په افغانستان کې د عوایدو په راټولولو کې ۱۱.۵٪ زیاتوالی لیدل کېږي، چې اصلي عامل یې غیر مالی عواید او په هېواد کې د سرحدي ګمرکونو له لارې اخیستل شوي مالیې دي.

راپور وايي: «عوایدو د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې ډېر ټول شول، چې ټولې ۱۹۰.۵ میلیارد افغاني (۲.۵ میلیارد ډالر) یا د کلني GDP ۱۲٪ جوړوي.»

د افغانی ارزښت کمښت

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو له امله د خوراکي توکو او نورو اجناسو بیې لوړې شوې. د افغانۍ ارزښت د درېیمې پرله‌پسې میاشت لپاره کم شو او د ۲۰۲۴ له نوومبر  څخه د ۲۰۲۵ تر جنورۍ پورې ۱۲ سلنه راولوېد. د تبادلې نرخ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتې ۷۴.۸ افغانیو ته ورسېد، په داسې حال کې چې دا نرخ د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې ۶۷.۱ افغانۍ و.

د افغانستان بانک د دې کمښت د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالر بازار ته تزریق کړل، خو د افغانۍ د ارزښت د کمېدو لړۍ لا هم روانه ده.

د افغانی د ارزښت د کمېدو عوامل

د افغانۍ د ارزښت کمښت د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو د ځنډېدو له امله رامنځته شو. له دې سره، طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د ملي پیسو د ارزښت د سقوط مخه ونیسي او د اقتصاد نازک ثبات وساتي. دوی د بازار د کنټرول لپاره سخت اقدامات کړي، او د تېرو دوو میاشتو په موده کې یې د کابل په سرای شهزاده کې د اسعارو بازار کنټرول کړی دی.

لوی اقتصادي شریکان

د نړیوال بانک د راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک و. د افغانستان د ټولو وارداتو ۳۰ سلنه یې له ایران څخه شوي. متحده عربي امارات (۱۹ سلنه)، پاکستان (۱۶ سلنه) او چین (۷ سلنه) هم د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دي.

ځینې ایراني چارواکو اعلان کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د تجارتي اړیکو کچه له ۴ میلیارده ډالرو پورته شوې ده، چې دا په تېرو شلو کلونو کې بې‌سارې ده.

د اقتصادي اصلاحاتو اړتیا

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د بهرنیو مرستو د کمېدو، اقتصادي انزوا، او د مالي سیاستونو د نامعلوم حالت له امله د افغانستان اقتصاد لا هم په یوه نازک وضعیت کې دی. د بهرنیو مرستو کمښت کولای شي د ټولیزې تقاضا کچه نوره هم راټیټه کړي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

متحده ایالاتو خپلې بشري مرستې افغانستان ته ځنډولې دي. څارونکي خبرداری ورکوي، که دا تعلیق دوام وکړي یا مرستې په بشپړ ډول بندې شي، نو افغانستان د یوه بشري ناورین له خطر سره مخامخ کېدای شي. د افغانستان له نیمايي زیات خلک نړیوالو مرستو ته اړ دي، او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

نړیوال بانک پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره باید مالي شفافیت ته وده ورکړل شي، اقتصادي اصلاحات پلي شي، او داسې مضبوطې اقتصادي پالیسۍ رامنځته شي چې هېواد پر وارداتو او بهرنیو مرستو خپله اتکا کمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....