Homeخبرونهاروپایي ټولنې؛ تر ۱۲۰ زره ډېر کډوال په جبري ډول ایستلي

اروپایي ټولنې؛ تر ۱۲۰ زره ډېر کډوال په جبري ډول ایستلي

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۳۰مه】د بشري حقونو نهو مؤسسو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د اروپايي ټولنې له پولو د ‎کډوالو په جبري توګه د اېستلو له ستونزې پرده پورته کړې ده.

یادو موسسو په راپور کې ویلي چې، په یاده موده کې تر ۱۲۰ زره ډېرې د جبري ایستلو پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې دغه راز لیکل شوي چې ډېر ځله پناه غوښتونکي په وهلو – ټکولو شړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په یادو مواردو کې داسي پېښې هم ثبت شوي چې کډوالو په ‎سمندر کې د سړې هوا له امله په ځنګلونو کې خپل ژوند بايللی دی.

په جبري ډول ایستل شویو کډوالو کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي شامل دي.

د اروپايي ټولنې سرحدي ځواکونه له کډوالو سره دغه چلند په داسې مهال ترسره کوي، چې د يادې ټولنې او په نړيوالو قوانينو کې د پناه غوښتنې ټول حقوق تضمين شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...