Homeخبرونهپه رومانیا کې نفوس په کمېدو دی، ګڼ کلي له خلکو تش...

په رومانیا کې نفوس په کمېدو دی، ګڼ کلي له خلکو تش شوي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه)  له ۱۹۶۰ کال راهیسې د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې د زېږون کچه مخ په کمېدو ده. په ۲۰۲۴ کال کې په رومانیا کې د زېږېدلو ماشومانو شمېر په تېرو ۱۰۰ کلونو تر ټولو لږ دی.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۰۰ کلونو کې په لومړي ځل په رومانیا کې د زېږون‌کچه دومره ټيټه شوې چې په تېر کال کې له ۱۵۰ زرو څخه کم ماشومان زېږېدلي دي.

په ډېرو کلیو کې د نفوس د زړښت بهیر دوام لري، او په ښاري سیمو کې ډېری کسان خپل مسلکي راتلونکي ته لومړیتوب ورکوي او د اولاد راوړلو پرېکړه په لوړ عمر کې کوي.

په ځینو کلیو کې ښوونځي او وړکتونونه د زده‌کوونکو د کمښت له امله بند شوي دي. دا حالت د چیلیا او بریبو په کلیو کې لیدل شوی دی.

د بریبو د یوه تړل شوي ښوونځي پخواني مدیر، الکساندرو پېتزي، وویل: «دلته نور ښوونځی نشته. په بل نژدې کلي، والیک، کې یو ښوونځی شته. زموږ له کلي یوازې دوه ماشومان هلته زده‌کړې کوي.»

سره له دې، د رومانیا متخصصان دا بدلونونه د عصري کېدو یوه طبیعي برخه ګڼي او وایي چې دا د اندېښنې وړ نه‌دي.

د رومانیا د علومو اکاډمۍ ټولنپوه، بوګدان وویکو، وویل: «زه په خپله له دې بدلون څخه ویره نه لرم. دا یوه طبیعي پروسه ده چې په ډېرو اروپایي هېوادونو کې روانه ده.»

هغه زیاته کړه :«رومانیا څو کاله وړاندې د نفوس له پلوه د عصري کېدو بهیر پیل کړی دی.»

احصایې ښيي چې د رومانیا ولایتونه تولې‌چیا، کاراس سویرین، مهېدینتي، کوواسنا، تیلیورمان او جیوورجیو له هغو سیمو دي چې د زېږون‌کچه پکې د پام وړ ټیټه ده.

شاوخوا ۱۰۰ کاله وړاندې، یعني په ۱۹۳۰ کال کې، رومانیا تر ۴۸۰ زرو زیات ماشومان ثبت کړي وو، چې له اوسني وضعیت سره د پام وړ توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...