یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهزیلینسکي په اوکراین کې د افغانستان د سناریو د تکرار په اړه...

زیلینسکي په اوکراین کې د افغانستان د سناریو د تکرار په اړه خبرداری ورکړ

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې د اوکراین د جګړې پای ته رسېدا ممکن په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې رامنځته شوي وضعیت ته د ورته پایلې سبب شي.

 زیلینسکي دا خبره د عامه نشراتو ARD د “مایشبرګر” خپرونې ته په مرکه کې وکړه.

تر هغه وړاندې چې د امریکا او روسیې استازي د اوکراین لپاره د احتمالي سوله‌ییز تړون د لارو چارو په اړه خبرې وکړي، زیلینسکي لویدیځ ته خبرداری ورکړ چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

 ټاکل شوې چې نن (سې شنبې، د فبرورۍ په ۱۸مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

زیلینسکي او د هغه اروپايي متحدان په دې خبرو کې ګډون نه کوي. دا خبرې د افغانستان په اړه د امریکا او طالبانو هغو خبرو ته ورته دي چې د سعودي په ګاونډي قطر کې وشوې او په نتیجه کې یې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد.

زیلینسکي په ځانګړې توګه له افغانستانه د لویدیځو ځواکونو په بیړه وتلو ته اشاره وکړه، چې دا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې پرې موافقه شوې وه او په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن تر مشرۍ لاندې پلی شوه.

د لوېدیځو ځواکونو وتلو یو ګډوډ حالت رامنځته کړ، او طالبان یې واک ته ورسول.

زیلینسکي ټینګار وکړ چې هغه وخت “د بشري ژوند نه درناوی” د “یوې غمیزې” سبب شو.

ده زیاته کړه: «موږ تجربه لرو چې څه پیښېږي کله چې څوک له ژور فکره پرته یوه موضوع پای ته رسوي او ژر تر ژره له یو ځایه وځي.»

سره له دې چې زیلینسکي ومنله چې اوکراین اوس د هغه مهال پرتله چې روسیې پرې یرغل وکړ، ټوپیر لري، ځکه چې خپلواکه وسلواله تجربه یې ترلاسه کړې، خو هغه دا هم وویل چې «د امریکا له ملاتړ پرته به اوکراین بریالی نه شي.»

د اوکراین ولسمشر هغه تړونونه په کلکه رد کړل چې د اوکراین له ګډون پرته وشي.

زیلینسکي ټینګار وکړ: «هر هغه څه چې روسیه او امریکا پرې موافقې ته رسېدلای شي – که دوی پر یو څه توافق ته ورسېږي – یوازې د دوی په دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري. هغوی نه شي کولای زموږ د خلکو او زموږ د ژوند په اړه خبرې وکړي. موږ یو خپلواک دولت یو.»

زیلینسکي د امریکا د سیاست پر نوې تګلارې هم نیوکه وکړه، ویې ویل: «خو دا یوه ستونزه ده چې امریکا نن داسې خبرې کوي چې پوتین ته ډېر خوند ورکوي. زما فکر دا دی چې دا د مسئلې اصلي ټکی دی. ځکه دوی غواړي هغه خوشاله کړي. تاسو پوهېږئ چې ولې؟ چې یو له بل سره وویني او ژر بریا ترلاسه کړي.»

ده د روسیې د احتمالي پوځي پلانونو په اړه هم خبرداری ورکړ. د زیلینسکي په وینا، روسیه ۱۵ نوې فرقې جوړوي، چې شاوخوا ۱۵۰,۰۰۰ نور سرتیري پکې شاملېدلای شي.

هغه وویل چې روسي ځواکونه ښايي د ۲۰۲۲ کال تګلاره بیا تکرار کړي، کله چې هغوی د بیلاروس په خاوره کې تمرینونه وکړل او بیا یې پر اوکراین پراخ یرغل وکړ.

زیلینسکي وویل: «دوی ښايي یو اسانه – که څه هم خطرناک – مسیر انتخاب کړي او د ناټو پر یو غړي هېواد برید وکړي. یو داسې ناټو هېواد چې دومره لوی نه دی او کافي پوځی ځواک نه لري. دا ممکن لیتوانیا وي – یا پولنډ.»

2 COMMENTS

  1. زاینسکی زما زوی ډیر وروسته:
    « چی سیپو شو نو پرې پوه شو ».
    همدارنګه
    زاینسکی زما زوی به نور هم پوه شی چی:
    انګلوساکسون د شیطان زوی هغه څوک دی ګوم چی:
    د تئانر د جوکر څخه ئی د یو هیواد مشر جوړ کړ.
    همدارنګه
    د یو هیواد سکولر رئبس جمهور ئی د یو تکفیری تروریسټ پلاس مسکو ته نبعید کړ.
    همدارنګه
    لومړی ئی د نړی د ۳۴۵۴۷۵م نمبر متفکر څخه د نړې ۲م نمبر متفکر جوړ او وروسته ئی د نړۍ د اول نمبر تروریسټ او متحجر او جاهل طالب پلاس ډوبۍ ته تبعید کړ.
    همدارنګه
    اوس ئی خپلو اروپائی انډیوالانو ته تر پایڅه را ایستلئ دی.
    نو
    زلینسکی زویه:
    د ځان موجودیت دی څه چی حتی د ټول اوکراین موجودیت دی په خطر کی دی.
    نتیجه:
    بشری ټولنه حیرانه ده چی د انګلوساکسون سره د دوسنی لیاره غوره کړی که د دښمنی لباره چی البته په دواړو حالتونو کی به وځپل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....