Homeخبرونهپاکستان کې چاودنې دوه پوځیان وژلي

پاکستان کې چاودنې دوه پوځیان وژلي

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۳۰مه】‎پاکستاني امنيتي سرچينو رسنیو ته ویلي چې، پرون دوشنبه د ډېره اسماعيل خان د کلاچي ولسوالۍ په بای پاس سړک ‎چاودنې دوه پوځيان وژلي دي.

دغو امنيتي سرچينو زياته کړې، چاودنه د سړک په غاړه د اېښودلي بم له امله شوې، چې پکې د پاکستاني پوځیانو وسايط هم په نښه شوي دي.

د دغې چاودنې مسووليت د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ډلې په غاړه اخېستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځيانو د برید په پايله کې د يوه افسر په ګډون څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

پاکستان اوسمهال له سختو امنیتي اندېښنو سره مخ دی او هره ورځ پکې د چاودنو او بریدونه خبرونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...