دا منم چې وخت ناوخت عباس ستانکزي د نجونو د زده کړو لپاره غږ پورته کړی، خو د اوسني ناورین اصل ته که وروګرځو ستانکزی د یو همکار، همفکره، همسنګره او همدریځه په توګه تر بل هر چا طالب ښه پیژني، ستانکزي د طالب داسې استازولي وکړه لکه ملا هیبت اله یې چې غواړي او یا لکه اوسنی وضعیت چې حاکم دی، نه د هغه ستانکزي په څیر چې په بیانونو کې یې ښکاري. که د تیر دولت بله هره پایه نړېدلې وي ملت دومره زیان نه لیده، خو د اردو او نظامي ځواکونو انحلال یو ځل بیا د ملت برم پایمال او د پاکستان ینه یخه کړه. د افغانستان وسلوال پوځ د نړیدا پرځای باید پوځ اصلاح او لا ځواکمن شوی وای، که له طالب سره ډېر د خپلې ډلې غم وو باید د ملي اردو په لیکو مدغم کړی شوی وای، نو نن به طالب هم له کاروان بازۍ او ډل بازۍ خلاص وو او د وطن اصلي بنسټ به هم نه نړیده او کم تر کمه پاکستان په وړاندې به د نسبي مسلکي دفاعي ځواک خاوندان هم وو.
عباس ستانکزۍ له لومړیو اشخاصو و، چې د ملي پوځ د انحلال غوښتنه یې وکړه، بنا هغه شخص چې د هېواد د ساتندویانو د حذف او انحلال غوښتنه کوي، له هغه د خیر تمه کیدای شي.
بنا بې حافظې کېږو به نه!! د ستانکزي بیانونه غولونکې تبلیغاتي بڼه لري، څو د استبداد په وړاندې غبرګونکوونکو افکارو او تحرکاتو ته کاذب تسلیت ورکړي او د طالبي استبداد په نارملایزیشن کې بنسټیز تبلیغاتي رول لري. ځکه چې له یوې خوا استبداد زور اخلي او له بلې خوا د طالب له منځه مهندسي شوی تبلیغاتي غبرګونونه زور اخلي چې دا چاره د رواني جګړې او غبرګونونو په مدیریت او د طالبي استبداد له فرمانونو سره اوږه په اوږه د استبداد په نارمبایزیشن کې مرسته کوي. لنډه دا چې د ستانکزي له تمساحي اوښکو سره خواخوږي د وطن تراژیدي لا اوږدوي.
ډېره پخه خبره دی کړی ده همداسی ده دا د پاکستان په هدایت دا کار شوی پاکستان ته د افغانستان د خلکو روحیات معلوم دی نو د دی په مطالعی سره په طالبو او شیرمحمدعباس هررقم لوبی کوی او افغانستان قدم په قدم د تباهی کندې ته ټیل وهی.
د پورته لیکنی په ۱۲ مه کرښه کی د ” نه ” د کلمې شتون د جملې مفهوم ته زیان رسولی دی البته د ګران لیکونکی نیت د درک وړ دی.
د ” نه ” د کلمې نه شتون ………
د ستا نکزي په برخه کې قضاوت کول د هر چا خپل کار دی خو حق وېیل په بطلان بد لول لوی جهالت دی ! ستانکزی څو ځله د نجونو د تعلیم غوښتنه کړې او په ښکاره یې داسې عمل غندلی دی ! خو افغانان یو مرض لري ، کیفي روان دي یو یې هم نه خوښېږي او په خپله هم قضیه نشي حل کولی !