تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب د دغه هېواد د پولیسو له لوري اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په غبرګون کې ویلي،چې دغه راز هڅې د پاکستان کورنۍ ستونزې نشي حل کولای.
نوموړي ویليو چې دا ډول چلند د ستونزو د حل پر ځای “نفرت” خپروي.
سردار احمد شکېب زیاته کړې، هڅه کوي چې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې کار وکړي.
پاکستان تېره شپه هم اسلام اباد کې نیول شوي ۱۴۱ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته را لېږدولي دي.
تر دې وړاندې پاکستان کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ویلي و چې، پاکستاني حکومت له اسلام اباده د پي او ار او ای سي سي کارټ لرونکو افغانانو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.
زه پاکستانیان ملامت نه بلم او نه ایرانیان ملامت بولم. سوال دا دی چې افغانان به «تر څو» په پاکستان او ایران کې د کډوالۍ او له سپکاوي ډک ژوند تېروي؟ دا خو یوه میاشت نه شوه یو کال نه شو لس کاله نه شول شل نه شول دېرش نه شول له څلوېښتو نه هم ډېر کالونه وشول چې افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا زورول کیږي، وهل کیږي او بندیان کیږي او دغسې د ایراني پولیسو له خوا هم توهین او تحقیر کیږي، لاکن د حل لاره یې یو افغان حکومت هم نه راوباسي. نه ملګري ملتونه په دې برخه کې منظم پلان وړاندې کوي او تطبیقوي. جمهوریت والاوو ځانونه د اسمان ستوري بلل لاکن دومره یې ونه کړل چې کډوال راستانه کړي، ټ ا ل ب ا ن ځانونه د خدای استازي او د پېغمبر وارثان ګڼي لاکن نظام یې په داسې انساني او نړۍ والو اقدارو برابر جوړ نه کړ چې کډه شوي افغانان ورته راستانه شي بلکې نور یې هم پسې واخیستل ځکه پخوا خو یې لا د ماشومانو لپاره مکتبونه خلاص وو، دې سپېرو هغه هم پرې بند کړل.
زه له اوسني حکومت او ملګرو ملتونو څخه غواړم چې د افغانستان په هر ولایت کې دې په لویو دښتو او وزګارو سیمو کې د ښارونو نقشې وباسي، د ټیوب وېلونو، مکتبونو، جوماتونو او نورو اړوندو خدمتونو انتظام دې ورته برابر کړي، او بیا دې په ایران او پاکستان کې مېشتو کډوالو ته چې راستنېږي، توزیع کړي. هم به مونږ د پاکستان او ایران له پېغور او شر نه خلاص شو او هم به نور په ګاونډیو هېوادونو کې د افراطي ګروپونو د جوړولو لپاره د کډوالو افغانانو له کمپونو او مېشت ځایونو څخه عسکرګیري نه کیږي ځکه د پاکستان او ایران استخباراتي ادارې له همدغو کمپونو څخه وخت په وخت کسان تربیه کوي، بیا یې تمویل او تجهیز کوي او بیا یې رالېږي په افغانستان کې د مرکزي نظام پر وړاندې یې استعمالوي او دا کار په تېرو ۴۶ کالونو کې بیا بیا تکرار شوی او که مخه یې ونه نیول شي بیا به هم تکرار شي او دا سلسله به د لسیزو لپاره همداسې روانه وي.
زما ورور احمد صاحب ښو ټکو ته پام اړولی،قرآنکریم فرمایی:أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم……..صدق الله العظیم
ترجمه :آیا امر کوی خلکو ته په نیکیو او ځانونه مو هیر کړی ؛یعنی خپله نیک کارونه نکوی او بل ته وایی چي تاسی ښه کوی.
زما ملا ،امیر او هغه چي امتیاز د ورثه انبیاء ځان ته غواړی که دوی ریښتونی وی نو انسانی غوره اخلاق او چلند یی باید ځان سره راوړی وی ،هغه څه چي د اشرف مخلوقات له شأن سره ښایی،بیا له سالم انسانیت وروسته موږ د مسلمانی خبره کولی شو ځکه اسلام د غوره انسانیت نوم دی نو ویلی شو چي غصب ،انحصار،جاهلی تعصبات ،بی عدالتی،دملت تحقیر ،وهل او وژل بیا محرومت له حقوقو او خدماتو د انسانی حکومت له شأن او حیثیت سره شدیدا ټکر لری او پدی ګند ککړه اداره هیڅکله د اسلامی نظام لپاره پرته له تنفر کومه خوږه میوه نلری.
مع الاسف د ندیم او انډیوالانو په قیاس ښځه او ټولنه باید داسی وی لکه د دوی کورنۍ او کلی ،او د اسلامی حکومت تصور،علم او اخلاق خبره ډیره لیرې ده او متشکله عناصر یی لا پیدا کړی ندی.
په اسلام کی هر څه چي پر مومنانو فرض کیږی اوله د هغی علم فرض کیږی تر څو هغه فرض د بماانزل الله سره سم اداء او رب العزت یی قبول کړی ځکه بی علمه شیخی په تیاره کی تګ او ملت تباه کوی.د امارت او خدمت علم هم پر امراوو فرض دی
نو ملی ګټی او عزت ساتنه،مهاجرین راوستل او ملی خدمات یواځی پیسی نه بلکی متخصصین غواړی ،قوی اداری او وسایل ،قوی ایمان او مرصوص صف غواړی ؛موږ انتظار درلود چي وارثان د انبیاء ع به موږ ته نبوی اخلاق او کردار راوړی ،د ملت خدمت به مثالی شی ،خپله ډوډۍ به له ملت سره شریکه کړی مګر خلاصه دا چي د نارمل یا معیاری انسان د قحطی سره مخ شو او اکثر کړنې او فرامین نه انسانی دی او نه افغانی،بلکی د بیګانه غاصبی ملیشی چلند تمثیلوی .
اسلام وایی: من اصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم.