Homeخبرونهکندهار کې د سیمنټو جوړېدونکې کارخونې کارونه بشپړېدو ته نېږدې دي

کندهار کې د سیمنټو جوړېدونکې کارخونې کارونه بشپړېدو ته نېږدې دي

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】‏د کندهار ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د سمنټو کارخونې د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.

د یادې کارخونې چارې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي.

د ځایي طالب مسوولینو په خبره یاده کارخونه به د تخنیکي وسایلو په نصبولو سره په راتلونکو ۶ میاشتو کې د سمنټو تولید پیل کړي.

ټاکل شوې، چې دغه کارخونه به لومړي پړاو کې هره ورځ ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکو پړاوونو کې به تر ۵۰۰۰ ټنو پورې سیمنټ تولید کړي.

کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنايعو رياست چارواکي وايي، دا ډول پانګونه کولای شي هېواد د بيارغونې په برخه کې پر ځان بسيا کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کارخونه کې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...