یکشنبه, فبروري 2, 2025
Homeخبرونهد ناروې د خلکو مرستې موسسې په افغانستان کې فعالیت ودراوه

د ناروې د خلکو مرستې موسسې په افغانستان کې فعالیت ودراوه

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴ مه) د ناروې د خلکو مرستې (NPA) موسسې هم په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.

دې موسسې نن (یکشنبې) په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویلي چې د امریکا په مالي مرستو پورې ټول تړلي فعالیتونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان پر اساس درول شوي دي.

د بیان له مخې، د امریکا د دې پرېکړې پر اساس د دغه هیواد له لوري د ماین پاکۍ تمویلېدونکې چارې د ۸۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي. دا فعالیتونه، چې د افغانستان په شمول په ۱۲ هېوادونو کې ترسره کېدل، د دې ځنډ د یوې برخې په توګه درول شوي دي.

په ورته وخت کې، د ناروې د خلکو مرستې موسسې ټینګار کړی چې د ماین پاکۍ پروسه د نړیوالې بې‌وزلۍ کمولو، د امنیت د پیاوړتیا، او اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

د بیان له مخې، د یاد سازمان د ماین پاکۍ عملیات نه یوازې په افغانستان، بلکې په ۱۱ نورو هېوادونو کې هم ځنډول شوي، چې پکې انګولا، کمبودیا، عراق، کوسوو، لاوس، پالاو، پیرو، تاجکستان، اوکراین، ویتنام، او یمن شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب