پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته داروپايي اتحادیې د تازه مرستې هرکلی...

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته داروپايي اتحادیې د تازه مرستې هرکلی وکړ

تاند(دوشنبه، د دلوې لومړۍ) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اروپایي اتحادیې د ۱۶.۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې د اروپايي اتحادیې دا مرسته د افغانستان لپاره د دې ادارې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې (ECHO) له لوري چمتو شوې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا شپاړس نیم میلیون یورو، چې ۱۷ میلیونه او ۴ لکه امریکايي ډالره کېږي، په یوه حیاتي وخت کې ورکړل شوي او د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا وړتیا ورکړي چې د زیانګالو کورنیو لپاره خپلې عمومي خوراکي مرستې او د میندو او کوچنیانو لپاره د تغذیې پروګرامونه پراخ کړي.

د نړیوالو مرستندویو ادارو پر اساس، سره له دې چې په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب په وضعیت کې د ښه والي نښې لیدل شوي، په ځانګړې توګه د اغېزناکې بشري مرستې له امله، د دې هیواد ډېر وګړي لا هم له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

 د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو د عملیاتو څارونکی فرانسوا ګومانس وویل. “د افغانستان له درې برخې څخه زیات وګړي له داسي حوړو محروم دي چې د دوی اړتیاوې پوره کړي او له خوارځواکۍ څخه یې وژغوري.

اټکل کیږي چې په روان ژمي کې نژدې ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو دله بحران او بیړني وضعیت سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...