تاند (چهارشنبه، د مرغومي / جدي ۵ مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي چې د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي د پاکستاني پوځ د تېرې شپې په هوايي برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.
حمدالله فطرت د شینهوا خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید کې ۵۱ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په برید کې ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ویلي و چې په دې برید کې لږ تر لږه ۴۶ کسان، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ۶ نور، چې پنځه یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
د طالبانو دفاع وزارت دغه برید “وحشیانه او د نړیوالو اصولو خلاف” بللی او ویلي یې دي چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
اسلامآباد ادعا کوي چې د TTP مشران او جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له همدې ځایه د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه پلانوي.
د طالبانو حکومت دغه ادعاوې رد کړې او په مکرر ډول یې ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.