تاند ( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) غزني کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک وایي، تېره شپه په دغه ولایت کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه مړه او ۸۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په خبره، لومړۍ پېښه د کابل ــ کندهار پر لویه لار د دغه ولایت په مرکز کې د یو ٥٨٠ ډوله موټر او ټانکر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې چې، شاوخوا ۲۰ تنه پکې مړه شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
دغه راز تر دې پېښې وروسته د غزني مرکز تر څېرمه په ناني سیمه کې د یوه لوی مسافر وړونکي موټر او ټېلر ترمنځ رامنځته شوې ده.
د غزني د عامې روغتیا رییس وایي، په دغو پېښو کې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.
روغتیایي مسوولانو د ځینو ژوبلو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاتوي،چې کابل ته لېږدول شوي دي.
BECAUSE KABUL KANDAHAR HIGHWAY DONT HAVE TRAFFIC AND SPEED CONTROL
IF DRIVERS RUN WITH HIGH SPED MUST GIVE TICKET OF VIOLATION
I THINK NO HAVE HIGHWAY POLICE FOR SPEED CONTROL.
THAY ARE BUSY WITH WOMENS SCHOOLS CONTROL
THANK YOU