تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن پنج شنبه له زمبابوې ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو دوهمه لوبه ترسره کوي.
افغان لوبډله داسې مهال له سیالې لوبډلې سره لوبه لري، چې ددې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پرلپسې باران له کبله بې پایلې شوه.
نن د هوا د اټکلیزو معلوماتو له مخې د زمبابوې په پلازمېنه هراري کې هوا معتدله او لمرینه ښودل شوې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه یو ورځنۍ لوبه د دسمبر په ۲۱مه د را روانې شنبې په ورځ ترسره شي.
د یادونې ده چې افغان لوبډله به د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ وروسته له زمبابوې سره د ټیسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړي.
ټېسټ لوبو ته اعلان شوې لوبډله:
حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه ځای لري؛ عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ د نوملړ برخه دي.
دغه راز ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.
افغان ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، دوهمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.