دوشنبه, جون 16, 2025
Homeخبرونهالجولاني؛ سوریه به هېڅکله د افغانستان په څېر نشي

الجولاني؛ سوریه به هېڅکله د افغانستان په څېر نشي

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د سوریې نوي مشر احمد شرع، چې پخوا په ابومحمد الجولاني مشهور وو له بي بي سي انګلش سره په مرکه کې دا رد کړه، چې ګواکې سوریه دې د افغانستان په څېر شي.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دودونو له پلوه ډېر توپیر دی او په خبره افغانستان قبیلوي ټولنه لري او سوریه کې د خلکو ذهنیت بل ډول دی.

احمد شرع زیاته کړې چې اېدلیب ښار کې له تېرو ۸ کلونو راهیسې (له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې د دوی په ولکه کې و) پوهنتونونه پرانیستي دي.

هغه ویلي،چې سوریه کې ۶۰ سلنې ښځې پوهنتونونو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو تر دې دمه د ښځو پرمخ د تعلیم هر راز دروازې تړلي او هڅه کوي لا نور ښځې تر محدودیتونو لاندې کړي.

تازه یې په افغانستان کې له طبي زده کړو هم نجونې منع کړې، چې سخت کورني او نړیوال غبرګونونه له ځانه سره لري.

5 COMMENTS

  1. جولانی حفظه الله تعالی حقیقت ویلی.
    سوریان زرګونو کلونو زوړ مدنیت لري او ددوی او دکوټې او کچلاغ کوټه سپيو پرتله د حلوا او د غولو مقایسه ده.

  2. سپګین کثیفه او مردار خواره سڼور دی لږ شرم وکړی. اسلام د بربریت، ظلم او استبداد دین ندی خو طالبانو دا دین نړی ته د جهالت دین معرفی کړی چی ټولو دنیا حتی اوس خپله افغانان لدی دین څخه تیښته کوی او نفرت ور څخه کوی. لعنت دی ستاسو پر عقیده او مذهب شی د پنجاب ناجایزه اولاده ـ

  3. د سوریه جګړه څه کم او زیات ١٤ کاله پخوا دَ لومړي درجه ثصیهونیزم ناتن یاهو لعنت الله علیه او دَ دوهمه درجه صیهونیزم هیواد (دَ عبدالله ابن سبا الیهودی په لاسونو جوړ)هیواد ایراني پلیتو اخوندانو تر منځ په یوه ناولي لوبه کې رامنځ ته شوه. د دغي شیطاني لوبه په ترڅ کې د ځینو شمیرو په اساس ٥٠٠ زره بې دفاع سوریایان او ١٠٠ فلسطینیان په شهادت ورسیدل. کله چې سوریایانو ستاسو په اصطلاح (حفظه الله ګانو) یو بل په کیمیاوي وسلو له منځه وړل هغه وخت کې دا مدنیت چیرته وو؟
    د سوریه په څیر هیبتي ځناور هم یوه پروژه دي، داسې ښکاري چې نور دا پروسه له تقاعد سره مخامخ ده.

  4. له مشروعه خدماتو تېښته،د عزت عوامل نفی کول ،علوم نافعه سره دښمنی ،د متخصصینو شړل او په ټوله کی منحیث خادم مسؤلیت نه درک کول او فقط غصب شوی صلاحیت د توهین ، تحقیر ،وهل ،او له مشروع حقوقو ملت محرومول دا ټول هغه څه دی چي له موهوم آدرس نه پر ملت تحمیلیږی او مسخرو ته ورته یا د منافق دښمن له آدرسه تر سره کیږی ورنه د سالم انسانیت نه غیر منتظره عمل ښکاری او د عاقل دوست کار ندی .
    په اسلام کی دولت مکلف دی چي زمینه او محیط مساعد کړی هر څه بندول ،فرار دی له مسؤلیت څخه او غیر مسؤل واجب الاحترام امراء اسلام کی ځای نلری او نتیجه یی د ملت فرار او تدریجی ملت وژنه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...