سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهایران په تېره یوه میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړي

ایران په تېره یوه میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړي

تاند ( یکشنبه د عقرب ۱۳مه) د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، په تېره یوه میاشت، اکټوبر کې ۱۳ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې په تېره یوه میاشت کې په ټوله کې د شپږو ښځو په ګډون ایران ۱۶۶ تنه اعدام کړي، چې ۸۰ تنه یې د وژنې، ۶۴ تنه د نشه یي توکو اړوندو جرمونو او ۱۲ نور په نورو جرمونو محکوم و.

یاد سازمان وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې دغه هېواد کې د افغانانو د اعدام شمېر ډېر لوړ شوی دی.

ایران په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱۶ تنه په ۲۰۲۳ کې ۲۵ او د ۲۰۲۴ په لومړیو لسو میاشتو کې تر دې مهاله ۴۹ افغانان اعدام کړي دي.

ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې له امله یې هلته د افغان کډوالو ژوند ډېر تریخ شوی دی.

2 COMMENTS

  1. چارواکی یې باید له المانه زده کړې، خو دوئ د رسمیت پیژندلو په تمه حتی غبرګون هم نه شي ښودلای، مرګ مو میلمه شه. دومزه پړشتنه خو په کار چې وزته ووایاست جرم یې څه دی…

  2. دغه لاندی ظلمونه ،جنایات او درندګی نه اسلام کی سابقه لری او نه سالم بشریت کی،کوم چي خامنه ای ترویج کړی او نور اراذل تری پیروی کوی:
    -په زندانونو کی پر ښځو جنسی تیرۍ.
    – الله رب العزت امر کوی د سائل ،فقیر ،مسکین او مظلوم سره تعاون وکړی خو جاهل حکام یی وژنی.
    – اسلام وایی څه چي ځان ته خوښوی هغه خپل مومن ورور ته هم ورکړی خو دا جاهل حکام اهل تسنن یی حتی له مدرسی او مسجد هم محروم کړی لوړ پستونه او وزارت خو محال دی.
    – خامنه ای د خپل انحصاری قدرت د بقا لپاره رئیس جمهور وژنی نو د بی کسه افغان ،کرد او بلوچ چي سنی هم وی وژنه او اعدام یی نسوار هم نه ښکاری یا اولی الالباب .
    خلاصه اوس چی حمر ښکر کړی پهپاد او موشک لری ډیر به نور هم انسانی حدود لګد مال او فرومایګی به ثابت کړی ځکه اصلی ظرفیت او آدمیت اندازه په قدرت کی پوره څرګندیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب