سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت پوهنې وزارت یو پلاوی مالیزیا ته لاړ

د طالبانو د حکومت پوهنې وزارت یو پلاوی مالیزیا ته لاړ

تاند ( یکشنبه د عقرب ۱۳مه) د طالبانو د حکومت ‏د پوهنې وزارت د دفتر رییس شهاب الدین ثاقب پر مشرۍ د دې وزارت یو پلاوی ماليزيا هېواد ته لاړ.

ویل کیږي، چې دا پلاوي به د دې هېواد له یو شمېر اړوند مسوولانو سره وګوري.

یاد وزارت د پلاوي د لیدنو موخه نه ده روښانه کړې،چې په څه خاطر دا لیدنې ترسره کوي.

دا پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

د نړیوالو او عامو افغانانو په ځلونو غوښتنو سره سره بیاهم د طالبانو حکومت د نجونو پرمخ تعلیمي دروازې نه دي پرانیستي.

1 COMMENT

  1. د وزیر او د یوه شپونکی په جامو کی هیڅ فرق نشته. دا لونګوټې وګوری د یوه شمله لنډه د بل یی اوږده ده، با پاڅې وګوری د یوه لنډه د بل اوږده ده. بیا د دوی څادرو ته وګوری، د یوه بوټان دی د نورو یی چپلی د چا پنجابی څپلی او د نورو یی بیا پیښوری څلی پر پښو دی. دا شو نظم، اداره او حکومتداری ـ له دو سپګنو څخه به د څه توقع وشی؟ لکه خره به ځی او بیرته به خره راځی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب