پرون تېر شو، نن روان دی او سبا راځي.
موږ په نن کي اوسو؛ بايد د نن فکر وکړو او له ننه ګټه واخلو.
په پرون پسي ارمان کول، نن هم ضايع کول دي. پرون تر ورخ تېري اوبه دي، بيرته نه راګرځي.
پرون يو نن و.
نن، سبا پرون کېږي او هر سبا يو نن دی.
بختور هغه دي، چي داسي پرون ئې تېر کړی وي، چي نن هم ترې راضي وي.
بريالي هغه دي، چي په نن کي اوسي او سبا ته چمتو وي.
هغوی چي په نن کي سبا لټوي، يا پرون ته پکي ګوري، نن هم ضايع کوي. د هغوی هر سبا نن او هر نن ئې پرون وي.
پرون مو لاس ته نه راځي او سبا مو په اختيار کي نه دی.
څه چي لاس ته نه راځي او څه چي مو په اختيار کي نه دي، په هغو پسي وخت مه ضايع کوئ!
که غواړئ ژوند وکړئ، پرون او سبا پرېږدئ!
نن مو وخت دی، چي ځان او نورو ته مو خير ورسېږي.
که په هر نن کي ښه فعاله واوسئ او ښه کردار ادا کړئ، په هيڅ پرون پسي به بيا د پښېمانۍ ارمان ونه کړئ!
هر پرون به درته يوه خوږه تجربه وي.
د ژوند هره راروانه شېبه په ماضي ګډېږي او د ماضي هيڅ يوه شېبه په هيڅ قيمت بيرته لاس ته نه راځي.
د حال هر ساعت بايد ماضي ته په داسي ډول وسپارئ، چي ترې خوشحاله ياست او د خوشي تېرېدو افسوس ئې و نه کړئ!
که مو له نن سره مينه و نه کړه، له سبا سره ئې هم نشئ کولای او د پرونۍ ورځي ارمان مو هم دروغ دی.
چا چي نن ورځ ضايع کړه، د هغوی سبا هم ضايع کېږي.
نو
په نن کي اوسئ!
او
په نن کي ژوند وکړئ!