جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو وړاندوینه شوې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هوا د اټکل پر اساس، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلونو خبرداری ورکړی دی.

د هواپېژندنې ادارې د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلونو امکان شته.

اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ او ۹۰ میلي مترو ترمنځ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو فصلونو او د خلکو باغونو ته زیان اړولی او ځینې سړکونه یې ویجاړ کړی دی.

له دې جلا پرون (سې شنبې) د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره (د روانې زمري مياشتې له ۳۱مې څخه د وږي تر ۲مې نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو او د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلونو د راوتلو اټکل کوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) په سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې خوړونو کې شته.

سږنی کال د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساری دی. خو له دې سره سره لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کموالي او وچکالۍ شکایتونه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب