دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeروغتیانباتي غوړ د زړه په ناروغۍ د مړینو خطر کموي

نباتي غوړ د زړه په ناروغۍ د مړینو خطر کموي

تاند – په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوه چې نباتي غوړ د زړه پر ناروغۍ د مړینې خطر کموي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو د ملي انستیتیوت د څېړنیزې ډلې سرپرست ډاکتر دیمتریوس الیاز وايي”دا څیړنه داسې شواهد وړاندې کوي چې د لبنیاتو او هګۍ په شمول حیواني غوړ لرونکي خواړه د زړه په ناروغۍ د مړینو خطر ډيروي.

لکه څنګه چې څیړونکو ویلي، د حبوباتو او سبزیجاتو د غوړو ترکیب له هغو غوړو سره ډېر توپیر لري چې د حیواناتو له غوړو څخه ترلاسه کېږي.

څېړونکي وايي، د انسان بدن غوړو ته اړتیا لري، خو د متحدو ایالتونو غذايي کړنلارې وايي چې اشباع شوي غوړ دې کم کړل شي او پر ځای دې یې نااشباع شوي غوړ زیات شي.

په دې څېړنه کې جوته شوې، هغو کسانو چې نباتي غوړ یې استعمال کړي، د نورو پرتله یې ۹ سلنه د مړینې احتمال کم وو. په ځانګړي ډول د زړه په ناروغۍ د داسي کسانو د مړینو شمېر ۱۴ سلنه کم و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب