پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په یو شمېر سیمو کې درانه سېلابونه راوتي

د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې درانه سېلابونه راوتي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) د جلال آباد ښار ۷ ناحیې غوچکو ساحې او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سیلابونه راوتلي

د ځایي چارواکو له قوله، د نن شپې شدید باران له امله د جلال آباد ښار ۷ ناحیې اړوند غوچکو، ماما مېنه کلیو او سره رود چمتلې ښارګوټي اړوند سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لسګونه کورونه او دوکانونه یې زیانمن کړي دي.

د دغو سېلابونو له امله د یو شمېر کسانو د ټپي کیدو او دغه راز یوه ماشوم مړینه تایید شوې ده.

ګومان کیږي، چې د ځاني او مالي زیانونو سطحه به لوړه شي.

طالب چارواکو د سېلاب د ځپلو مرستې ته د دوی د ځواکونو د رسیدو خبر ورکړی او ویلي، چې د ژغورنې هڅې روانې دي.

ویل کیږي چې دا سېلابونه د جلال اباد ښار تر فاطمه الزهرا روغتونه هم رسېدلي او ښایي نور لا پراخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب