پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد خپلې ماشومې قاتله ۳۷ کاله وروسته وپېژندل شوه

د خپلې ماشومې قاتله ۳۷ کاله وروسته وپېژندل شوه

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) د امریکا د کلیفورنیا ایالت په ریور سایډ ښار کې پولیسو ویلي چې افسرانو یې په شمالي کارولینا کې یوه ۵۵ کلنه ښځه د هغې نوزېږې نجلۍ د وژلو په تور نیولې چې مړی یې ۳۷ کاله وړاندې د کثافاتو بېلر کې موندل شوی و. په کالیفورنیا کې.

دا ښځه د خپلې ماشومې د وژلو په وخت کې ۱۹ کلنه وه.

پولیسو وویل چې دوی د DNA ازموینې له لارې دا ښځه، چې اوس ۵۵ کلنه کلنه ده او میلیسا جین ایلن اویلا نومېږي، پیژندلې ده. د DNA ازموینه د خلکو خپلوي معلومولی شي.

پولیسو دا هم ویلي چې داسې شواهد نشته چې وښيي د وژل شوې ماشومې پلار دې له قضیې سره تړاو ولري.

د CNN تلویزیون د راپور له مخې، اویلا د چهارشنبې په ورځ د محکمې په لومړۍ غونډه کې حاضره شوه او د قضايي چارواکو په موافقه په موقتي توګه په ضمانت خوشې شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب