Homeخبرونهد پاکستان د استخباراتو پخوانی ريیس ونیول شو

د پاکستان د استخباراتو پخوانی ريیس ونیول شو

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) د پاکستان پوځ نن وویل چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

د پوځ د رسنیو څانګې ویلي چې ښاغلی حمید د “ټاپ سټي” د استوګنې پروژې د قضیې یا سکندل په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محاکمې بهیر پیل شوی دی.
ویل کېږي چې فیض حمید عمران خان ته نژدې کس دی.

فیض حمید هغه څوک دی چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته کابل ته لاړ او طاهراً د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو په خوشالۍ کې یې د چایو پیاله پورته کړه.

حمید د پاکستان لوی درستیزۍ ته کاندید و او د آی ایس آی له مشرۍ څخه د دې لپاره لېرې او په پېښور کې د قول اردو مشر وټاکل شو چې لوی درستیزۍ ته یې لاره هواره شي. خو د پوځ په منځ کې اختلاف او د عمران خان د حکومت د سلب اعتماد کېدو له کبله یې دا ارمان پوره نه شو.

دی وروسته متقاعد کړل شو.

2 COMMENTS

  1. دا خو د هیبتې ځناورو لپاره ډیر بد او د ماتم وړ خبر دي. له حمید ګل وروسته دغو ترهګرو ډلو ته فیض حمید د معنوي پلار حیثیت لري. دا به معلومه سي چې، هیبتې ځناور به د خپل دغه ناجایزه پلار د نیولو په ماتم کې څو ورځي ویر وکړي؟

  2. هغه دجهانی صاحب بیت دی چی:
    زموږکږدي ېې ډوبوله. خپل دریاب ېې طوفانې سو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...