چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد ویانا ناستې ته د سراج الدین حقاني د مرستیال توند غبرګون

د ویانا ناستې ته د سراج الدین حقاني د مرستیال توند غبرګون

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي نبي عمري په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو وروستۍ غونډې ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي د خوست د نوي والي د معرفۍ مراسمو ته د وینا پر مهال د ویانا ناستې پر ګډونوالو تورونه لګولي او ویلي: « بیل هم غواړي چې وطن ناامنه کړي، فساد او ستونزې رامنځته کړي خو انشاالله داسې به نه کيږي. دا فاسدين د افغانستان استازيتوب نه کوي دا به بيا هم ذليله کيږي. وطن کې امن دی او يو حاکميت دی او په ټوله جغرافيه د افغانستان باندې امارت حاکم دی، که څوک موږ تهديدوي او پیغامونه راليږي دا خلک دې د امريکا او ملګرو څخه عبرت واخلي او خلک به يې پر وړاندې ودريږي او د دې نظام او وطن لپاره به قرباني ورکړي.»

دغه طالب چارواکي ادعا کړې، چې د یادې ناستې ګډونوال د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.

هغه دا هم نه دي ویلي، چې دوی په کوم اساس د افغانانو د استازیتوب او پرې د خپل رژیم د حاکم ساتلو حق ځانته ورکوي.

د ویانا ناسته کې د طالبانو یوه مخالف سیاستوال محمد محقق د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو مخالفانو سره خبرو او واک شریکولو ته لېواله یاد کړی و، خو وروسته یې په دې اړه خپلې خبرې ترمیم کړې او ویې ویل چې هغه نسبت نورو طالب مشرانو ته نرمښت ښودلی.

1 COMMENT

  1. عمری ساب حقیقت خو دا دی چی د سلو روانو کلونو په اوږدو کی هیڅ حاکمیت د وولس د اِرادې محصول نه دی البته ستاسی او ویاناوالو او کمونسټانو او نشنلیسټانو او لوپر غوندی خبیثو ملحدینو او نړیوالو استعمارګرانو ته منسوب کسانو په شمول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب