چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد دوحې ناستې درېیمه ورځ، ورسره د ښځینه فعالانو بایکاټ او د...

د دوحې ناستې درېیمه ورځ، ورسره د ښځینه فعالانو بایکاټ او د طالبانو غبرګون

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه)  په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د دوی په کوربه توب د دوحې درېیمې ناستې د درېیمې ورځې د ترسره کېدو خبر هم ورکړی او ویلي، چې د ښځو او بشري حقونو د وضعیت په اړه پکې خبرې کیږي، د درېیمې ورځې د ناستې په اړه غبرګونونه ښودل شوي.

یو شمېر ښځینه فعالانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو لخوا په دغه ناسته کې ورکړل شوې بلنه یې رد کړې.

د دوی په وینا، دا بایکاټ یې له دې امله کړی چې ملګرو ملتونو د طالبانو د رژیم په غوښتنه د ښځو او بشري حقونو موضوعات او په دوحې ناسته کې د غیر طالب افغانانو ګډون له اجنډا څخه ایستي.

ویل شوي چې ملګرو ملتونو د دوحې ناستې په درېیمه ورځ له یو شمېر ښځینه فعالانو سره ضمني لیدنې پلان کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام ذاکر جلالي ویلي، چې د دوحې ناسته دوه ورځنۍ ده او درېیمه ورځ نه لري.

د هغه په وینا، د دوه ورځنۍ ناستې له پای ته رسېدو سره دوحې ناسته پای ته رسیږي او درېیمه ورځ او اجنډا یې د ناستې برخه نه دي.

د دوحې ناستې مشري د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمري ډي کارلو کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې په ناسته کې د خپل رژیم د پلاوي مشري کوي، دغې ناستې ته له ورتلو مخکې کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ښځو او بشري حقونو موضوعات د افغانستان کورني مسایل دي او بهرنیانو سره یې په اړه نه غږیږي.

له دې سره د طالبانو یو شمېر منتقدانو ویلي، چې دوی له افغان ښځو سره داسې حساسیت ښيي، خو دغې ناستې ته په داسې حال ورغلي چې مشري یې یوه بهرنۍ ښځه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب