چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+روسیه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لور ته ګام اخلي

روسیه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لور ته ګام اخلي

ژباړه: مینه احمد

سرچینه : The Bell

روسیه په پام کې لري چې طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او د منع شویو سازمانونو له لیست څخه یې وباسي.

د روسیې د بیل خپرونې د راپور له مخې، دا به هغه نامناسب حالت پای ته ورسوي چې د طالبانو استازي يې په رسمي ډول په کرملین کې لري. یعني نور به ژورنالیستان د طالبانو د نوم په یادولو نه مجازات کېږي. حاضردمه د دې لپاره چې طالبان په روسیه کې منع شوې ډله او تروریستي سازمان پېژندل کېږي ژورنالیستان په خپلو مقالو کې د دوی د ذکر کولو په خاطر زنداني کیدی شي.

تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، روسیه چمتو ده چې طالبان چې په 2021 کې یې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د منع شويو سازمانونو له لیست څخه وباسي.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت له لوري توافق شوی او ولادیمیر پوتین ته راپور ورکړل شوی.

د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې له دې وروسته به مسکو طالبان په افغانستان کې د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.

دا اقدام ممکن د اګست تر 19 مخکې ترسره شي یعني هغه نیټه چې طالبانو د متحده ایالاتو په ملاتړ حکومت څخه کنټرول ترلاسه کړ او لکه څنګه چې ویل کیږي، افغانستان “په دریو پیړیو کې درې امپراتورۍ ړنګې کړې”: د بریتانیا، شوروي اتحاد. او متحده ایالاتو.

طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې یو منع شوی سازمان دی، خو هر څومره چې له لویدیځ سره د روسیې اړیکې خرابې شوي، هغومره یې له طالبانو سره اړیکې ګرمې شوي دي.

د روسیې او طالبانو ترمنځ د نژدې اړیکو حقیقي پیل په 2015 کې و چې روسیه د سوریې په جګړه کې ښکیل شوه. په هغه وخت کې روسي چارواکو د داعش او القاعدې په وړاندې د طالبانو په دښمنۍ تکیه کوله (چې په روسیه کې هم منع شوي دي).

د مسکو دریځ تر یوې اندازې پورې ګټور و، کله چې د طالبانو واک ته رسیدل حتمي شو – د 2021 په اګست کې په کابل کې د بشپړې ویرې په وخت کې، د روسیې سفارت په نورمال ډول د اورپکو تر څار لاندې کار کاوه.

واک ته د دوی له راتګ راهیسې د طالبانو پلاوي په منظم ډول روسیې ته سفرونه کړي دي. سږکال، د طالبانو په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د کروکس ښار په تالار کې ترهګریز برید، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، په کلکه وغانده، او د مې په میاشت کې د طالبانو رسمي پلاوي د “روسیه – اسلامي نړۍ” فورم کې ګډون وکړ.

له دې سره سره چې دد روسیې د قوانینو له مخې د منع شویو یا تروریستي سازمانونو د نوم یادول جرم دي، دولتي رسنیو د طالبانو د نوم ذکرلو ته دوام ورکړی. حال دا چې د هر چا لپاره، حتی د «طالب» یادونه هم د جنایي تورونو ګواښ پېښولی شي.

یوازې دوه اوونۍ وړاندې، خبریاله نادیزدا کیورکووا په مسکو کې د “ترهګرۍ د توجیه کولو” په تور ونیول شوه. د هغې په وړاندې له دوو تورونو څخه یو د طالبانو د تروریستي فعالیتونو توجیه کول دي. هغه تر اوو کلونو پورې په بند محکومه شوې ده.

1 COMMENT

  1. تېرې زړې خاطرې
    دا رښتينی واقعيت دی چې روسيه تر ټولو لومړی هېواد وو چې موږ يې د غلزي امان الله خان وخت چې کله مو له انګرېزانو خپلواکي اعلان کړه، نو روسيه هغه وخت په زغرده په رسميت وپېژندلو چې دا يې د قدر وړ اقدام دی، خو توپير يې دا دی چې هغه وخت امان الله د وخت يو مترقي پاچا چې د خپل هېواد پرمختګ او ټولنيزې سمون (اصلاحات) په جټکه غوښتل او د نجونو زده کړو ته يې ډېره پاملرنه وکړه، خو انګرېزانو ونه شو زغملی او همدا ملايان يې ورپسې راپاڅول او د کفر فتوی يې پرې وکړه. اصلاً دا فتوی د ملايانو نه، بلکې خپله يې وه، خو ….
    نو نن روسان هغه څوک په رسميت پېژني چې د نجونو د زده کړو سرسخت مخالف او د نجونو زده کړو ته هډو ارزښت نه ورکوي، نو ….
    که روسان غواړي چې دا کار وکړي، نو د نجونو د زده کړو مسأله بايد له اوسنيو چارواکيو سره روښانه شي او که نه، نو روسان به هم بيرته زړو تاريخ تکرار او په دغه دښمنۍ کې ورسره شريک وي.
    روسان بايد دې ټکي ته متوجه اوسي او تېر تاريخ تکرار نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب